نړۍ

په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړې سل ورځې پوره شوې

د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځیانو او حماس جنګیالیو ترمنځ جګړه د ۱۰۰مې ورځې لپاره هم دوام لري.

په دغو نښتو کې تر اوسه شاوخوا ۲۴ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

پر غزې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۸۷ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه جګړه چې په تېرو سلو ورځو کې د غزې خلک وایي؛ پر دوی لکه سل کاله تیرې شوې.

دوی زیاتوي، د بې کسۍ، د سرپناه نشتوالی او لوږې تریخ خوند ان تر پوستکي او هډوکو څکوي.

د خپلو کورنیو د غړو د پاتې شونو موندلو په هیله تر خاورو لاندې لټون؛ په غزه کې د ډېرو خلکو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.

د رفع ښار اوسیدونکی محمد وايي: «زه هره ورځ دلته راځم، تراوسه مې درې ماشومان لا تر خاورو لاندې دي. عمر، عبدالله او ماسا. په دې هیله چې جسدونه یې را وباسم یا یې وروستۍ نښه پیدا کړم.»

یوه فلسطینۍ کډواله شهناز بکر وايي: «د جګړې په سل ورځو کې، موږ له یو ځای څخه بل ځای ته بې ځایه شوي یو. نه پوهیږم چې زامن مې یا وروڼه مې او کورنۍ مې چیرته ده. موږ دلته د خوراک او څښاک د موندلو لپاره مبارزه کوو.»

لکه څنګه چې ښکاري ملکي خلک د هغې جګړې قیمت ادا کوي چې د اکتوبر په اوومه د حماس جنګیالیو په ناڅاپي برید سره پیل شوه او دوی هیڅ رول په کې نه درلود.

د حماس جنګیالیو د غزې تړانګې ته شاوخوا ۲۴۰ کسان هم له ځانه سره بوتلل. لا هم په غزه کې ۱۳۲ یرغمل اسراییليان پاتې دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې تر بریا پورې به د غزې په تړانګه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي: «موږ تر هغې جګړې ته دوام ورکوو – تر بشپړې بریا پورې، تر هغې چې موږ خپل ټول اهداف ترلاسه نه کړو، د حماس له منځه وړل، ټول یرغمل شوي بیرته راستنول او د دې ډاډ ترلاسه کول چې غزه به بیا هیڅکله د اسراییلو لپاره ګواښ نه وي.»

په همدې حال کې په واشنګټن کې زرګونو کسانو د غزې د جګړې په اړه د بایډن د ادارې د سیاستونو پر ضد لاریون وکړ.

دوی اسراییلو ته د وسلو د استولو د مخنیوي غوښتنه وکړه او د فلسطین د ازادۍ او د اوربند د ټینګښت شعارونه یې ورکړل.