روغتیا

د هرات د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي

د هرات ولايت د لیرې پرتو سيمو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د روغتيايي مرکزونو نشتوالى د دې لامل شوى، چې يو شمېر ناروغان په ځانګړې توګه ښځې روغتيايي مرکزونو ته له رسېدو مخکې په لاره کې ژوند له لاسه ورکړي.

دوی وايي، د هرات په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی د دې لامل کېږي، چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره اوږدې لارې ووهي.
د ډاکټرانو او په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی یو له نورو ننګونو څخه دی چې د هرات کلیوال ترې شکایت کوي.

د هرات په ليرې پرتو سیمو کې د مجهزو روغتیايي مرکزونو نشتوالی یو له هغو ننګونو څخه دی چې د دې سیمو اوسېدونکي ځوروي.

۵۸ کلن طوطي د هرات ښار په سل کيلومترۍ کې د اوبه ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکی دى، چې وايي روغتيايي مرکز يې سمبال نه دى او ډېری وخت د دغه کلي ناروغان روغتيايي مرکزونو ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی زیاتوي: «کلينيک لرو، خو رسمي نه دی، موږ ته درمل نه راکوي. که ناروغ اوسو، ښار ته په رسېدو به مو ناروغ مړ شي. د سر درد او پښې د درد لپاره دوا ورکوي، خو ناروغ ته د رغېدو لپاره دوا نه ورکوي، یا سونوګرافي نه کوي، د دې ستونزو له امله زموږ ناروغ ښار ته له تلو مخکې مري.»

د روغتيايي مرکزونو نشتوالى په ځانګړې توګه د اميندوارو مېرمنو لپاره يو سرخوږى جوړ شوى او دغه کليوال وايي، چې ډېرى وخت اميندوارو مېرمنو د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د اوبې ولسوالۍ اوسېدونکې جمیله وايي: «موږ دلته روغتيايي خدمتونو ته ډېر لاسرسی نه لرو، کلينيک هم نږدې نه دی، که ناروغې شو، د بېلګې په توګه تر هغه وخته چې ناروغ ولادت وکړي، اړ یو چې له دې ځايه یې ښار ته يوسو. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې موږ ته یو ښه کلینیک جوړ کړي، قابله ګانې راولي، ترڅو موږ ډاکټرانو ته لاسرسی ولرو.»

خو که چېرې دوی د هرات مرکز ته د خپلو ناروغانو د لېږد پرېکړه وکړي، نو وايي، چې د لېږد لپاره يې پيسې هم نه لري.

د اوبې ولسوالۍ اوسېدونکې نفیسه وايي: «کلینیک لرو نه رسېږو چې هلته لاړ شو، زموږ لاره ډېره لیرې ده، موږ ناروغان له لاسه ورکوو چې ښار ته یې بوځو، مصرف یې هم زیاتېږي، پر ځای یې موږ نږدې کلینیک نه لرو، له موږ څخه ډېر لیرې دی. خپلو ناروغانو ته په سمه توګه نه رسېږو.»

تر دې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په یوه راپور کې ویلي وو چې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو له خوا د مرستو کموالي د افغانستان روغتیايي سیسټم له ګڼو ننګونو سره مخ کړی دی، په ځانګړې توګه د کلیوالو اوسېدونکو لپاره.