نړۍ

په کولمبیا کې د غره د ښوېيدو په پایله کې ۳۴ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شول

د کولمبیا چارواکو اعلان کړی، په یوه غرنۍ سیمه کې چې کویبدو او مدلین ښارونه سره نښلوي د غره د ښوېيدو له امله، ۳۴ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د کولمبیا د بیړنیو حالاتو ملي ادارې پر ایکس ویلي چې تراوسه ۱۷ مړي پېژندل شوي او د ۱۷ نورو د هویت د معلومولو لپاره هڅې روانې دي.

له دې مخکې ددغه هېواد چارواکو ددغې پېښې د مړو شمېر ۱۸ او د ټپیانو ۳۵ تنه اعلان کړی و.

کولمبیايي چارواکو ویلي چې دا پېښه له سخت ورښت وروسته شوې ده.

د دغه هېواد ځایی چارواکو اعلان کړی چې د ژغورنې ډلې سیمې ته لېږل شوې او ډېری وګړي لا هم تر خاورو لاندې دي.

له بلې خوا، د کولمبیا د ولسمشر مرستیال هم پر ایکس د یوه پيغام په خپرولو ویلي چې دولت وضعیت له نږدې څاري.

ویل کېږي چې په دې پېښه کې د قربانیانو شمېر د زیاتوالي احتمال شته.