نړۍ

د چین مخالف سیاستوال د تایوان د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شو

د مترقي ډ‌یموکرات ګوند نوماند ویلیام لای چینګ ته تېره ورځ د رایو په اکثریت سره د تایوان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د تایوان مترقي ډیموکرات ګوند چې اوس‌مهال په دې هېواد کې واکمن دی، له چین څخه د دې ټاپو پر جلا کېدو ټینګار لري او د بیجینګ ادعا چې تایوان د خپلې خاوره یوه برخه ګڼي، ردوي.

د دې هېواد د ولسمشریزو ټاکنو نوی پړاو د تایوان د وګړو په ۷۰ سلنه ګډون ترسره شو او مترقي دیموکرات ګوند په صندوقونو کې له ټولو اچول شویو رایو ۴۰ سلنه ترلاسه کړې.

په ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته لای چینګ ته په خپله وینا کې وویل: «رایې ورکوونکو نړۍ ته وښودل چې موږ ډیموکراسۍ ته څومره ارزښت ورکوو.»

له لای چینګ ته، وروسته د ملي‌پالو له ګوند څخه اصلي سیال یې هو یويي په ۳۳.۴ سلنه رایو دویم مقام خپل کړ.

داسې برېښي چې د تایوان دا پړاو ټاکنې د بیجینګ د غوسې لامل شوې او د دې ټاکنو د پایلې له اعلان وروسته یې وویل: «تایوان د چین یوه برخه ده.»

په داسې حال کې چې بیجینګ له چین سره په «سوله‌ییز ډول» د تایوان د یو ځای کېدو غوښتنه کړې؛ د پوځي اقدام احتمال یې هم نه دی رد کړی.

بیجینګ تایوان د چین یوه برخه ګڼي؛ خو دا هېواد د بېلتون غوښتنې ادعاوې لري.