نړۍ

امریکا صنعا کې د حوثیانو پر ۶۰ هدفونو بریدونه کړي

د یمن په څلورو ښارونو کې پر یو شمېر هدفونو د امریکا او بریتانیا له ګډو بریدونو وروسته رسنیو پر صنعا د بیا برید خبر ورکړی دی.

د سي‌ان‌ان د رپوت له مخې، د یمن پر پلازمیني د امریکا په برید کې د حوثي جنګیالیو تاسیسات په نښه شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې، حوثیانو په سره سمندر کې د فلسطینیانو په ملاتړ امریکایي هدفونه په نښه کړي وو.

عربي رسنیو هم راپور ورکړی، چې امریکا د صنعا نړیوال هوايي ډګر ته نږدې پر «الدیلمي مرکزونو» بریدونه کړي دي.

دا برید یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو د امریکا او بریتانیا له ګډو بریدونو یوه ورځ وروسته ترسره کېږي.

د یمن حوثیانو د دې بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې ځواب به ورکړي او لندن او واشنګټن ته به «ګرانه تمامه» شي.

په همدې حال کې پنتاګون وايي، په دې بریدونو کې د حوثیانو ۲۸ مرکزونو کې پر ۶۰ هدفونو بریدونه شوي او د دې ډلې پوځي پیاوړتیا کمه شوې ده.

حوثیانو له دې بریدونو وروسته ویلي، چې پنځه غړي یې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. دغې ډلې همداراز جوته کړې چې «سره سمندر» کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.