افغانستان

هبت‌الله آخوندزاده او مولانا فضل الرحمان هوکړه کړې چې طالبان ټي‌ټي‌پي کنټرول کړي

اکسپریس ټریبون د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی، چې هیبت الله اخندزاده او مولانا فضل الرحمن پرون د چهارشنبې په ورځ په لیدنه کې، هوکړې ته ورسېدل، چې طالبان به د ټي ټي پي ګواښ کنټرولوي، او په بدل کې به اسلام اباد هم د داعش خراسان څانګې په له منځه وړلو کې فعاله ونډه تر سره کوي.

د دغه راپور پر بنسټ، د پرونۍ ورځې په لیدنه کې د طالبانو مشر او د جمعیت علمای اسلام پاکستان تر منځ هوکړه شوې چې د اسلام اباد او ټي ټي پي تر منځ به لنډ مهاله رسمي یا نا اعلان شوی اوربند به رامنځته شي.

د طالبانو ویاندویانو تر اوسه د دې لیدنې په اړه رسمي جزئیات نه دي شریک کړي، خو د اکسپریس ټریبون د راپور له مخې، مولانا فضل الرحمن طالبانو ته له ښکاره پیغام سره راغلی چې طالبان باید د پاکستان او ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان ترمنځ یو وټاکي.

په کندهار کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر سره د طالبانو د مشر لیدنه؛ چټکه لیدنه، او د سرچینو په وینا، یو په یو خبرې اترې. طالبان د داعش په اړه اندېښمن؛ پاکستان هم د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان ته اندېښمن.

له دې لېدنې یوه ورځ وروسته؛ اکسپریس ټریبون نن پنجشنبه راپور ورکړ چې هیبت الله اخندزاده او مولانا فضل الرحمن هوکړې ته رسېدلي دي.

د امنیت له پلوه؛ طالبانو د ټي ټي پي د ګواښ د کنټرول ژمنه کړې او له اسلام اباده یې هم غوښتي چې د داعش خراسان څانګې پر ضد فعال رول ولري.

هوکړه وشوه چې د پاکستان ټاکنې به په خوندي فضا کې ترسره کېږي او د پاکستان د دولت او ټي ټي پي ترمنځ به یو لنډ رسمي یا نا اعلان شوی اوربند رامنځته شي.

د کډوالۍ په برخه کې هم؛ د دې هوکړې پر بنسټ اسلام اباد، به همدا ډول د بې ځایه شویو د ایستلو لپاره د نرم پلان سربېره د چمن په لویه لار کې د ویزې پرته تګلارې ته دوام ورکړي.

د طالبانو د مشر او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر تر منځ هوکړې

– طالبان د ټي ټي پي ګواښ کنټرولوي.
– اسلام اباد دې د داعش خراسان څانګې پر وړاندې مبارزه کې فعاله رول ولري.
۔ د پاکستان ټاکنې به په امنه فضا کې ترسره شي.
– د پاکستان دولت او ټي ټي پي ترمنځ یو رسمي/نا اعلان شوی لنډ مهاله اوربند تأمین شي.
– د پاکستان د دولت او ټي ټي پي تر منځ خبرې اترې دې بیا پیل شي.
– پاکستان به د کډوالو د ایستلو لپاره د نرم پلان سربېره د چمن په لار کې د ویزې پرته تګلارې ته دوام ورکړي.

خو دا هوکړې تر کومې کچې عملي دي؟

د اکسپرس ټریبون د راپور له مخې؛ مولانا فضل الرحمن کندهار ته د اسلام اباد له یوه څرګند پیغام سره تللی، او هغه هم دا چې طالبان باید د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ یو وټاکي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته طالبان د مولانا فضل الرحمن په لټه کې شوې دي تر څو ظاهراً له پاکستان سره خپلې اړیکې بیا ورغوي، له همدې امله د یکشنبې په ورځ په روانې اونۍ کې مولانا فضل الرحمن د اکسپرس ټریبون د راپور له مخې، د ملا ادریس، مولانا جمال الدین محسود او مفتي ابرار په ګډون د یو ۱۱ کسیز پلاوي په مشرۍ د طالبانو په بلنه کابل ته راغلل.

د طالبانو ویاندویانو تر اوسه د دې لېدنې په اړه رسمي جزئیات نه دي شریک کړي، خو دا له بهرنیو چارواکو سره د طالبانو د مشر دویمه لیدنه ده، چې د قطر له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته به رسنیز شي. په پای کې به ولیدل شي چې دا لیدنه او هوکړه کولای شي له اسلام اباد سره د طالبانو اړیکې بیا ځلې تامین کړي.