افغانستان

د قطر لومړی وزیر: د غزې د جګړې لمن د غځېدو په حال کې ده

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره په کتنه کې ویلي: «له بده مرغه په سیمه کې د جګړې او شخرې لمن د پراختیا په حال کې ده.»

دغه کتنه چې تېره ورځ ترسره شوه، دواړو لوریو په منځني ختیځ کې د جګړې د پراختیا د مخنیوي په هکله خبرې اترې وکړې.

د قطر لومړي وزیر زیاته کړې: «ډېره دردوونکې ده، داسې پړاو ته رسېدلي یو چې له بده مرغه په غزه کې د وژنو او ورانیو د صحنو لیدل، عادي شوي دي.»

د قطر دغه لوړپوړي چارواکي ددې په بیانولو سره چې کړکېچ باید ژرترژره کنټرول او جګړه ودرول شيو غزې ته یې په یو زر او ۸۵۰ ټنه بشردوستانه مرستو د لېږلو خبر ورکړی دی.

د قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر په وینا، په سیمه کې سوله یوازې د «عادلانه او جامع جوړجاړي» له لارې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې شوني دي.

دا په داسې حال کې دي چې په غزه کې د جګړې له پیلېدو د درېیو میاشتو په تېرېدو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل سیمې ته په جلا جلا سفرونو کې هڅه کوي په منځني ختیځ کې د جګړې د پراختیا مخنیوی وکړي.