ښځې

په کندز کې د طالبانو له بنده له خلاصون وروسته د یوې ښځې ځانوژنه

په کندز کې سرچینې تاییدوي چې بي بي ګل د طالبانو خلاف د ښځو په اعتراضونو کې د «زهرا محمدي» په مستعار نوم ګډون کاوه؛ خو هغه د طالبانو له خوا ونیول شوه او له زندانه له خوشي کېدو وروسته یې ځانوژنه کړې ده.

په عین حال کې، د افغان مېرمنو د همغږۍ غورځنګ چې مېرمن محمدي یې غړې وه، هم ددې خبر په تاییدولو سره ویلي چې بي بي ګل ۲۱ کلنه وه او د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په وروستیو کې په کندز کې پر واټ له اعتراض وروسته د طالبانو له خوا ونیول شوه او دوې ورځې شکنجه شوه. هغې له زندانه له خوشي کېدو وروسته «تل د ځانوژنې په اړه فکر کاوه.»

ویل کېږي چې دغې معترضې مېرمنې د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ په کندز ولایت کې ځان په څاه کې وغورځاوه؛ خو د یکشنبې په ورځ (د مرغومي لسمه) یې ددې ولایت په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

له بلې خوا، سرچینې وايي: «له هغې وروسته چې زهرا محمدي د اعتراضي فعالیتونو له امله د طالبانو له خوا ونیول او زندانی شوه، کورنۍ یې تراوسه د طالبانو له سختو فشارونو سره مخ وه او هغې چې ځان د کورنۍ ددې وضعیت مسووله باله، بالاخره یې ژوند ته د پای ټکی کېښود.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو په وروستیو اونیو کې د کابل په بېلابېلو سیمو په تېره بیا د کابل په لوېدیځ کې د بې حجابي (د طالبانو د خوښې وړ حجاب نه رعایتولو) له امله د نجونو او ښځو د نیولو بهیر پيل کړی دی.