افغانستان

کندهار ته راستانه شوي: د پاکستاني پولیسو ناسم چلند اړ کړي خپله ټوله شتمني په دې هېواد کې پرېږدي

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې ددغه هېواد دولت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، ۷۸۵ افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

د دغو رسنیو د رپوټ له مخې، پاکستان تراوسه د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره په نومبر میاشت کې د ټاکلي وخت د اجرا له وخته، ۴۵۸ زره او ۴۶ تنه افغانان چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري د تورخم او سپين بولدک د پولو له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

له بلې خوا، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رپوټ ورکړی چې له پیل راهیسې ۸۰۰ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

اخوا، په کندهار کې له پاکستانه يو شمېر را ايستل شوي کسان وايي چې پاکستاني پوليسو ورسره ناسم چلند کړى او اړ کړي يې دي چې خپله ټوله شتمني په پاکستان کې پرېږدي.

د هېواد دغه اوسېدونکي وایي چې اوس یې کندهار کې ته پناه وړې ده، وايي چې ان اجازه یې نه ده ترلاسه کړې چې د خپلو هټيو مالونه وپلوري او هم له خلکو خپلې پيسې را ټولې کړي.

دوی وايي چې په دې ساړه موسم کې په افغانستان کې هم سرپناه او لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

دا په کندهار کې یو کمپ دی چې پاکستاني راستانه شوي او ایستل شوي په کې ځای پر ځای شوي دي.

دوی وايي چې پاکستاني پولیسو ترې پیسې اخیستي او په زوره یې ایستلي دي.

له پاکستانه ایستل شوی فضل محمد وايي: «هاخوا یې پر موږ ډېر ظلم وکړ، هر وخت يې موږ ځورولو، بنديان کولو به یې، پيسې يې اخیستلې او موږ یې په زور ویستلو که نه، په دې ژمي کې اصلاً زه دلته نه راتلم.»

دوی وايي چې د دوی ټوله شتمني په پاکستان کې پاتې ده او اوس د مناسبې سرپناه د نشتوالي له کبله له سخت وخت سره مخ دي.

له پاکستانه یو ایستل شوی ایوب خان وايي: «زموږ غوښتنه له دولت څخه دا ده چې مونږ ته ځمکه راکړي ترڅو موږ د ځان لپاره سرپناه جوړه کړو.»

په دې ژمي موسم کې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالی د دوی لپاره یوه بله ننګونه ده، دوی له سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې مرسته ورسره وکړي.

له پاکستانه ایستل شوی خیرالله وايي: «له سوداګرو مو غوښتنه دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي، ځکه چې موږ دلته د کورونو او سرپناه په ګډون هیڅ څه هم نه لرو.»

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په تېرو دوو میاشتو کې تر ۴۵۶ زره ډېر افغانان یا له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او یا هم په زوره ایستل شوي دي.

په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو، دغه ډله‌يیز ایستلو د راستنېدونکو د وضعیت په تېره بیا د سرپناه په برخه کې اندېښنې رامنځته کړې دي.

د نړیوالو فشارونو سربېره، اسلام اباد له خپلې دغې پرېکړې نه دی په شا شوی او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.