افغانستان

ملا شیرین څوک دی او ولې د اسلام‌آباد او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره ټاکل شوی؟

طالبانو په کندهار کې خپل والي له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته استولی دی. خو په داسې حال کې چې طالبان د دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتو مشر لري، ولې ملا شیرین ټاکل شوی ترڅو د اسلام‌آباد او طالبانو ترمنځ رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي؟

ملا علي حنفي چې په ملا شیرین مشهور دی، د طالبانو بنسټ ایښودونکي ملا عمر او د دوی اوسني مشر ملا هبت‌الله ته یو له نږدې کسانو څخه دی. ملا شیرین د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د طالبانو د قدرت مرکز او د هغوی د مشر د اصلي استوګنځي (کندهار) والي شو.

ملا شیرین تر دې مخکې په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی و او له هغه وروسته په کابل کې د طالبانو والي او د دفاع وزارت د استخباراتو د ریاست مرستیال شو.

د نوموړي یو څو ویناوې پیدا کېدای شي، چې هغه پکې په وار وار ویلي چې په کندهار کې هر ډول کمزوري به د طالبانو تر ادارې لاندې په ټول افغانستان کې د طالبانو د نظام کمزوري وي.

کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین اخوند د ۲۰۲۲ د اګسټ پر ۱۹ ویلي: «خدای مه کړه که دا ډول کمزوري موږ کې هم پیدا شي، نو خدای به دا نعمت له موږ هم واخلي.»

ملا شیرین د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ساتونکی و. د طالبانو یوه سرچینه وايي چې د اشرف غني د حکومت پر مهال هغه څه موده د کندهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي هم و.

په بلخ کې د داعش له خوا د طالبانو والي داوود مزمل له وژل کېدو وروسته، ملا هبت‌الله ملا شیرین دغه ولایت ته ولېږه. د طالبانو یوه سرچینه وايي، د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې ملا شیرین د طالبانو د مشر د استوګنځي د امنیت لپاره د کندهار په ټولو امنیتي حوزو کې پټ وسله‌وال ځای‌پرځای کړل.

پخوانی طالب قوماندان سید اکبر اغا وايي: «د حکمونو او فرمانونو د صادرولو مرکز کندهار دی. له همدې امله هغه ولایت مهم دی. ملا هبت‌الله د دې ولایت د امنیت لپاره هغه [ملا شیرین اخند] په کندهار کې ساتلی دی.»

په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي د بریدونو د زیاتېدو په درشل کې، اسلام آباد وویل چې له طالبانو سره د نړۍ تعامل باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې پورې مشروط وي.

اوس ملا هبت‌الله له خپل ټول نظام څخه د کندهار والي ملا شیرین اسلام‌اباد ته استولی ترڅو د کړکېچ د هواري لپاره خپل پیغام د طالبانو ستراتیژیک ملګري ته ورسوي. هغه د طالبانو د مشر شخصي پیغام وړونکی دی. خو ايا کولای شي د ټي‌ټي‌پي پر سر د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړه هواره کړي؟ هغه شخړه چې ښایي د طالبانو تر ټولو مهم ملاتړي پاکستان سره د اړیکو په بیه پای ته ورسیږي.