سویلي آسیا

عمران خان د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ته په سپکاوي تورن شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دې هېواد د ټاکنو کمیسیون ته په سپکاوي تورن شو.

عمران خان د ۲۰۲۲ په اپرېل میاشت کې د لومړي وزارت له دندې له ګوښه کېدو وروسته لا هم په سیاسي او حقوقي نښتو کې ښکېل دی.

هغه د ۱۴۰۲ په زمري میاشت کې د دولتي سوغاتونو د ناقانوني پلورلو له امله د درېیو کلونو لپاره اسلام‌اباد کې د محکمې له خوا مجرم وګڼل شو او زندان ته ولاړ. له هغې مودې راهیسې په عمومي ځایونو کې نه دی لیدل شوی.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون په رسمي ډول د عمران خان او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مخکینو مشرانو پروړاندې [دغه کمیسیون ته د سپکاوي له امله] یو لړ اقدامونه پیل کړي دي.

خو عمران خان د ده پروړاندې ټول تورونه ردوي او وايي، چې د ځواکمن پوځ له خوا تر څارنې لاندې دی چې غواړي هغه له ټاکنو لیرې کړي. هغه ادعا چې د یاد هېواد پوځ یې ردوي.

تېره اونۍ د پاکستان سترې محکمې ټاکنو کې د ګډون لپاره د خان د صلاحیت لیرې کولو له بېرته اخیستو ډډه وکړه.