افغانستان

د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ د څارنې د زیاتولو غوښتنه وکړه

د پاکستان سرپرست لومړي انوارالحق کاکړ د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ترانزیت سوداګرۍ سیستم د څارنې حکم وکړ.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، هغه د افغانستان د ترانزیتي سوداګرۍ او د قاچاق ضد اقداماتو په اړه د بیا کتنې په غونډه کې د ترانزیتي سوداګرۍ مدیریت سیستم د چټکې پراختیا غوښتنه وکړه.

په دغه غونډه کې د پاکستان د مالیې وزیر شمشاد اختر او د سوداګرۍ سرپرست وزیر اعجاز ګوهر په ګډون لوړ پوړو پاکستاني چارواکو ګډون کړی وو او تمرکز یې د قاچاق پر اقتصادي اغېزو او د ناقانونه توکو پر لېږد رالېږد و.

کاکړ په حساسو ګمرکونو کې د کارکوونکو له ګمارلو مخکې د قاچاق ضد د سختو اقداماتو او د استخباراتي معلوماتو د لوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان د موقت لومړي وزیر مطبوعاتي دفتر د هغه له قوله ویلي، د قاچاق مخنیوي لپاره باید د تورخم، چمن، غلام خان او د پاکستان په نورو لارو کې د بار وړونکو موټرو د څارنې سیستم پیاوړی شي.

پاکستان ته نه یوازې له افغانستانه بلکې له چین، هند او ایران څخه توکي په ناقانونه توګه واردېږي.

د توکو د دغو ناقانونه وارداتو زیاتوالي لامل د پاکستان حکومت له‌خوا د مالیو او ګمرکي تعرفو لوړه کچه بلل کېږي.