نړۍ

په جاپان کې سختې زلزلې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

د جاپان په ایشیکاوا سیمه کې ځایي اوسېدونکي وايي چې د دوشنبې ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر لږترلږه ۴۸ تنو ته رسېدلی دی.

خو ددې ولایت دولتي چارواکو د زلزلې له امله د مړو شمېر څه د پاسه ۳۰ تنه بللی دی.

د رپوټونو له مخې، په اوسني وخت کې د ژغورنې ډلې تر نړېدلو ودانیو لاندې د خلکو د لټولو په حال کې دي.

دا زلزله چې د رېښتر په کچه ۷،۶ درجې بلل شوې، له امله یې ګڼ شمېر ودانۍ نړېدلې او واټونه تړل شوي دي.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې له لومړۍ زلزلې وروسته کابو ۱۴۰ نور د زلزلې ټکانونه شوي او خبرداری یې ورکړی چې ښايي په راتلونکو ورځو کې هم زلزلې وشي.

تر زلزلې وروسته د سونامي توفان د راتلو خبرداری هم ورکړ شوی و.

له بلې خوا، د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا ویلي چې د زلزله ځپلو لپاره یې مرستې برابرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: «اوس چې د سونامي خبرداری لغوه شوی، د سمندري ترانسپورت لارې خوندي کولای شو او له تېرې شپې راهیسې مو په پرلپسې توګه هڅه کړې پر ځمکني ترانسپورت سربېره هوايي او سمندري ترانسپورت هم منظم کړو ترڅو سیمې ته اړین وسایل او توکي ورسوو.»

د جاپان کیوډو خبري آژانس د سیمه ییزو ادراو له قوله ویلي، چې په ایشیکاوا ولایت کې شاوخوا ۳۲ زره او ۵۰۰ کورونو برېښنا پرې شوې ده.

چارواکو زیاته کړې، د دغه ولایت په ځینو برخو کې ګڼ کورونه نړېدلي دي. ځینې لومړني خپاره شوي انځورونه ښيي چې د زلزلې زیانونه پراخ دي.

د چارواکو په وینا، په روغتیايي مرکزونو کې د برېښنا بندېدو زلزله ځپلو ته رسېدنه ګرانه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هېواد یې له جاپان سره د هر ډول لازمې مرستې لپاره چمتو دی.

پرون د دغه هېواد په مرکز کې له ۷ اعشاريه ۶ درجې زلزلې وروسته د څونامي خبرداری ورکړل شوی و او له دې امله په زرګونو کسانو په خوندي ځايونو کې شپه تېره کړه.

د جاپان په څو ښارونو کې په لسګونو ودانۍ نړېدلې دي چې له امله يې نامعلوم شمېر خلک تر خاورو لاندې شوي.