روغتیا

په کندهار کې موسمي ناروغۍ او د امکاناتو له کموالي د خلکو شکایت

په کندهار کې د موسمي ناروغیو له زیاتوالي سره په یو وخت ډاکتران وايي چې په دې ولایت کې د بسترونو له کمښت سره مخ دي.

اخوا، یو شمېر ناروغ لروونکي وايي چې د دوی ناروغانو ته سمه پاملرنه نه کېږي او ډېری وختونه نه یوازې په دولتي روغتونونو کې بسترونه نه وي بلکې د درملو کمښت هم یوه بله ننګونه ده.

دا د کندهار میرویس دولتي روغتون دی چې نه یوازې د کندهار بلکې د نورو شاوخوا ولایتونو ناروغان هم دغه روغتون ته راوړل کېږي.

د ګلثوم په نوم مېرمنې خپل ناروغ زوی دغه روغتون ته راوړی دی.

د زابل اوسېدونکې ګلثوم وايي: «زوی مې ناروغه دی، کله چې هوا سړه شي، ناروغي یې نوره هم زیاتیږي. درې ځله مو په قلات کې روغتون ته وېوړو، خو ګټه یې ونه کړه، پرون له قلات څخه دلته راغلو، زوی مې سخت سینه بغل دی، که هوا ګرمه شي. بېرته ښه کیږي. خو په سړه هوا کې یې حال نور هم خرابیږي.»

ملالۍ چې خپل زوی يې له هلمند دلته راوړی، د اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي.

د هلمند اوسېدونکې ملالۍ وايي: «زوی مې په لښکرګاه کې هم ډاکټر ته ولېږداوه او بیا سنګین ولسوالۍ ولاړو، خو هېڅ اغېز یې ونه کړ او حالت یې ښه نه شو، اوس مې دلته راوړی، دلته هم آسانتیاوې کمې دي او په سمه توګه رسېدنه نه کېږي.»

ډاکتران هم مني چې په دغه روغتون کې کافي اسانتياوې نه لري.

میرویس روغتون کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص تاج محمد وايي: «موږ دلته د بسترونو له کمښت سره مخ یو، ډېر بېړني ناروغان منو او عادي ناروغان خپلو کورونو ته لېږو او درمل ورته لیکو، ځکه دلته کافي آسانتیاوې او بسترونه نه لرو.»

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان روغتیايي سیستم هم د بدلونونو شاهد دی، لکه څنګه چې د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د بودیجې له سخت کمښته خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د دغه کمښت له امله د ژوند ژغورنې روغتیایي مرستو ته د اته میلیونه کسانو لاسرسی محدود شوی.