سویلي آسیا

په خیبر پښتونخوا کې د مولانا فضل الرحمان د موټرو پر کاروان برید

په خیبر پښتونخوا کې د جمعیت علماي اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ددې ایالت په دېره اسماعیل خان سیمه کې له وسله وال بریده وژغورل شو.

د پاکستان جیو نیوز شبکې رپوټ ورکړی چې دا پېښه د دېره اسماعیل خان په باریک سیمه کې شوې ده.

د رپوټونو له مخې، د هغه د موټرو پر کاروان له څو لوریو برید شوی دی. ددغه ګوند ویاند مفتي ابرار ددې برید په تاییدولو سره ویلي چې نوموړی له بریده روغ وتلی دی.

له بلې خوا، فضل الرحمان ورور جیو نیوز ته ویلي چې په خپله فضل الرحمان د برید پرمهال په کور کې و او د موټرو کاروان یې په باریک سیمه کې د تېلو اچولو لپاره درېدلی و.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي چې مولانا فضل الرحمان تل د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناوړه امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې پر ټاکنو اغیز کوي.

نوموړي د دسمبر په پنځمه په اسلام آباد کې د خبري ناستې پر مهال وویل: «په دېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت کې پولیس نشته. آیا په داسې ناآرامه وضعیت کې ټاکنې ترسره کېدای شي؟»

د جمعیت علماي اسلام مشر همداراز د روانې اونۍ په پیل کې خبرداری ورکړ چې د ټاکنیز کمپاین پرمهال د هغه پر کارکوونکو د برید په صورت کې به دا ګوند، د پاکستان قاضي القضات فایز عیسی او د ټاکنو د کمېسیون رییس سکندز سلطان راجا مسوول وګڼي.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان سترې مخکې ددغه هېواد عبوري حکومت ته حکم کړی چې ټاکنې د فبرورۍ په اتمه پر خپل وخت ترسره کړي.

له بلې خوا، د جمعیت علماي اسلام یو مشر حافظ حمدالله دا برید غندلی او هغه یې په ټاکنو کې د دې ګوند ګډون د مخنیوي لپاره دسیسه وبلله.

هغه وویل: «د قانون او واکمنۍ په دغه راز شرایطو کې څه ډول ټاکنې ترسره کېدای شي.»

د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف هم دا برید غندلی او د فضل الرحمان د خوندیتوب په اړه یې خوښي څرګنده کړې.

له بله پلوه، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ددې پېښې په غبرګون کې له اړوندو مسوولینو غوښتي ددې برید په اړه راپور ورکړي.

د جمعیت علماي اسلام ګوند له کلونو راهیسې د پام وړ ګواښونو سره مخ دی. د دې ګوند غړي د څو ډلو له خوا په نښه شوي او درانه تلفات یې ورته رسولي دي.