افغانستان

د طالبانو له خوا د حقونو له نه ورکړې د متقاعدینو شکایت

یو شمېر متقاعدین وایي له تېرو دوو کلونو راهیسې یې حقونه نه دي تر لاسه کړي او زیاتوي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته يې څو ځلې د خپلو حقونو غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي.

د طالبانو له دویم ځلې واکمنۍ وروسته متقاعدین وايي، چې حقونه یې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د فراه اوسېدونکې ۶۳ کلنه شفيقه چې له ۴۰ کلونو راهيسې يې په فراه او هرات کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې، وايي د ځوانۍ تر پايه يې د هېواد پوهنې ته خدمت کړى، خو تر تقاعد وروسته له دوو کالو راهیسې یې خپل حق نه دی ترلاسه کړى او اقتصادي ستونزو یې ژوند ستونزمن کړی ده.

د شفيقې په څېر په سلګونو نور متقاعدين هم د تنخواه له نه ورکولو شکایت کوي او وايي چې د پرله‌پسې غوښتنو سربېره طالبانو د دوى غوښتنو ته پام نه دى کړى.

که څه هم له څه باندې یو کال راهیسې د طالبانو د مالیې وزارت له خوا د تقاعد شویو د حقونو د ورکړې طرح جوړه شوې، خو د طالبانو مشر لا نه ده تأیید کړې.

ویل کېږي چې اوس‌مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۰۰ زره متقاعدین شته چې واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې یې د ډېرو اعتراضونو سربېره معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

طالبانو ونه غوښتل په دې اړه کوم ځواب ورکړي.