سویلي آسیا

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د دې هېواد د انتخاباتو لپاره د عمران خان نوماندي رد کړه

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون نن (شنبه د مرغومي نهمه) په دې هېواد کې د راتلونکي کال ټاکنو کې د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان نوماندي رد کړه.

عمران خان چې اوس‌مهال زندان کې دی، نوماندي یې د لاهور او میانوالي ټاکنیزو حوزو ته وړاندې شوې وه. خو غوښتنه یې د دواړو ټاکنیزو حوزو له خوا رد شوې ده.

له دې مخکې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له مخکینی مشر څخه د پنځو کلنو لپاره صلاحیت واخیست.

عمران خان د ګڼو دوسیو له دې جملې د پټو دولتي اسنادو د افشا په تړاو په زندان محکوم شوی دی.