سویلي آسیا

شاه محمود قریشي له زندانه له خوشي کېدو وروسته بېرته ونیول شو

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي چې تېره اونۍ د پاکستان د سترې محکمې له‌خوا د پټو اسنادو دوسیې د افشا کولو په دوسیه کې یې له بنده د خلاصون لپاره ضمانت ترلاسه کړی و، نن چهارشنبې په راولپنډۍ کې له زندانه د وتلو پرمهال د دغه هېواد د پولیسو له لوري ونیول شو.

یو تصویري پيغام چې د تحریک انصاف ګوند له خوا خپور شوی پکې ښودل شوي چې ښاغلی قریشي د پولیسو له لوري په زور سره زندان ته لېږدول کېږي.

ښاغلي قریشي په دې تصویري پيغام کې ویلي چې له سیاسي غچ اخیستو سره مخ دی او د نوموړي بیاځلې نیول کېدل د پاکستان د سترې مخکې د فرمان خلاف عمل دی.

پاکستاني پولیسو تراوسه د هغه د نیولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.