افغانستان

پاکستانی سناتور: امیرخان متقي وویل چې پاکستان له ټي‌ټي‌پي سره د سولې له هوکړې شاتګ کړی

تېرو څه د پاسه دوو کلونو کې د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي فعالیتونو د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر اړیکو اغېزه کړې ده؛ که څه هم طالبانو هڅه کړې چې خپلې اړیکې د ټي‌ټي‌پي او پاکستان دولت ترمنځ د جګړې له اوره لیرې وساتي.

لکه څنګه چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ۲۰۲۱ په وروستیو او د ۲۰۲۲ په پيل کې د ټي‌ټي‌پی او د پاکستان دولت ترمنځ د خبرواترو کوربتوب وکړ؛ هغه مذاکرات چې د اکسپرس تریبون د راپور له مخې امیرخان متقي یوه پاکستاني سناتور ته ویلي چې پاکستان ترې په شا شوی دی.

پاکستاني سناتور مشاهد حسین د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست له قوله وايي، چې پاکستان له ټي‌ټي‌پي سره د سولې له هوکړې شاتګ کړی دی.

دغه پاکستاني سناتور اکسپرس تریبون ته ویلي، تهران کې د فلسطین ناستې په څنډه کې یې له امیرخان متقي سره غیررسمي ناسته لرله او ښاغلي متقي ویلي چې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي هوکړې ته سره نږدې وو، خو اسلام‌اباد ترې شا ته شو.

راپور کې هم راغلي ښاغلي متقي مشاهد حسین ته ويلي، چې ټي‌ټي‌پي د قبایلي برخو له یو ځای کېدو سره مخالفت وکړ، د پاکستان حکومت ونه‌منله، د خبرواترو له دوامه شا ته شو او پای کې دا بهیر له منځه ولاړ.

سیاسي فعال برنا صالحي په دې اړه وايي: «زه فکر کوم چې پاکستان دې پایلې ته رسېدلی، چې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره خبرې‌اترې کومې پایلې ته نه رسېږي او افغانستان کې د طالبانو له لوري غواړي د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیت منع کړي او پاکستان سره د دوي نیولو او سپارلو کې همکاري وکړي.»

د دې راپور له مخې، حسین سید تهران کې د فلسطین په ناسته کې له امیرخان متقي سره غیررسمي لیدنه لرلې؛ ښاغلي حسین هم د خپلې دغې لیدنې په اړه ایکس کې خبر ورکړی دی.

د پاکستان د سنا جرګې غړي مشاهد حسین سید پر ایکس لیکلي: «تهران کې د فلسطین غونډه: د افغانستان (طالبانو) د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدنه، هغه د پاکستان پروړاندې مثبت دی او د خبرو له لارې د اختلافي مسایلو د هواري غوښتونکی دی.»

له پاکستان سره د قبایلي برخو د یو ځای کېدو لغوه چې له افغانستان سره هم پوله لري، د ټي‌ټي‌پي یوه مهمه غوښتنه ده. قبایلي برخې مخکې د یوې فدرال ادارې په توګه وې، خو د پاکستان دولت په ۲۰۱۸ کال کې له خیبر پښتونخوا ایالت سره یو ځای کړې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د راپورونو له مخې پاکستان کې هم ناارامۍ زیاتې شوې، په وروستۍ پېښه کې د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د ځانمرګو بریدونو د زیاتوالی شاهد دی.

د دې بنسټ د شمېرو له مخې، په روان زېږدیز کال کې پاکستان کې ۲۹ ځانمرګي بریدونه شوي، چې دا شمېر له ۲۰۱۴ کال راهیسې ترټولو لوړ شمېر بلل شوی دی.

پاکستانی لوری د دې ناارامۍ پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان وايي د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته کوم ګواښ نه پېښېږي.