ښځې

سرچینې: پریسا ازاده د طالبانو له بند څخه خوشي شوه

سرچینې آمو ته تاییدوي چې د عدالت او ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو غورځنګ غړې پریسا ازاده له نږدې یوې نیمې میاشتې وروسته د طالبانو له بند څخه خوشي شوه.

پریسا ازاده د لړم پر ۲۳ نېټه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې وه.

د سرچینو په وینا، اغلې ازاده نن (دوشنبه) سهار د طالبانو له بند څخه خوشي شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو حقونو فعاله منیژه صدیقي لا هم د طالبانو په زندان کې ده.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت د طالبانو له بند څخه د ټولو فعالانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.