افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د ۱۱۵۹ افغان کډوالو ایستل

د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي، چې شنبه د مرغومي پر دویمه نېټه یو زر او ۱۵۹ بې‌اسناده افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

دا شمېر د تېرې ورځې د ایستل شويو کډوالو د شمېر په پرتله کموالی ښيي.

دا کډوال د تورخم او سپین بولدک پولې له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د نومبر له پیل راهیسې ۴۴۶ زره او ۹۷ افغان کډوال له دې هېواده ایستل شوي دي.