افغانستان

د امریکا پراختیايي اداره: په روان ژمي کې به د افغانستان کابو نيمايي وګړي د خوړو له پراخ نه‌خوندیتوب سره مخ شي

د امريکا د متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې نوي راپور د افغانستان په روان ژمي کې د خوراکي توکو د نه خونديتوب د پراخېدو اټکل کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې شاوخوا شپاړس میلیونه وګړي د ۲۰۲۳ کال له نومبر او د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر منځ د خوراکي توکو ناخوندیتوب له کړکېچ او یا تر دې له ناوړه کچې سره مخ دي. په دې راپور کې راغلي دي چې لږ تر لږه ۳.۶ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب په بېړني حالت کې دي.

د متحده ایالاتو د پراختیایي ادارې لخوا په راپور کې راغلي چې په بشري برخو کې پر ښځینه کارکوونکو یې بشري بحران کړکېچن کړی او مرستندویه سازمانونه یې ننګولي دي.

د امريکا د متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې په نوي راپور کې ويل شوي چې د افغانستان شاوخوا نيمايي وګړي به د خوراکي توکو له پراخ ناخوندیتوب سره مخ شي، چې شاوخوا شپاړس ميليونه وګړي به، له دې جملې څخه ۳.۶ ميليونه کسان به د خوراکي توکو له سخت ناخونديتوب او بحران سره مخ شي؛ له نومبر د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې

د امریکا د پراختیایي ادارې په راپور کې راغلي: ۱۵.۸ میلیون تنه له سخت خوراکي ناخوندیتوب سره مخ، ۳.۶ میلیون تنه د خوراکي توکو د ناخوندیتوب په بېړني حالت کې او ۲۹.۲ میلیون تنه په ۲۰۲۳ کال کې بشري مرستو ته اړ دي.

د کابل یو اوسېدونکی احمد وايي: «په افغانستان کې بېکارۍ زیاته شوې ده. خلک لاس پلورونکي دي. د ډوډۍ لپاره پیسې نه لري. موږ له نړۍ غواړو چې بشري مرستې زیاتې کړي.»

تازه راپور وايي، د تېر کال په پرتله د خوراکي توکو د ناخوندیتوب کچه کمه شوې ده؛ خو میلیونونه وګړي لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري. میلیونونه بې ځایه شوي او په سلګونو زره نوي راستانه شوي کډوال له پاکستان څخه د بشري مرستو تر پوښښ لاندې دي، خو دوی لاهم دوامداره مرستو ته اړتیا لري. د پرمختیایي ادارې په وینا، د ملګرو ملتونو د وړاندوینې پراساس به د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې له پاکستان څخه د راستنېدونکو شمیر ۷۷۰ زرو ته ورسېږي.

د کابل بل اوسېدونکی صمیم وايي: «بېوزلي خپل اوج ته رسېدلې ده. خلک سوال کوي او ځيني ان خپل ماشومان پلوري.»

په دغه راپور کې راغلي ، چې د بشري بنسټونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو محدودیتونو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی او بشري سازمانونه یې له ننګونو سره مخ کړي دي؛ په ځانګړې توګه د مرستو د وېش پر مهال د مېرمنو خپل لاسرسی.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي: «له یوې خوا لوږه او له بلې خوا بې کوره کېدل او د سون توکو کمښت دا ناورین لا پسې زیاتوي. نړیواله ټولنه د خپلې اخلاقي دندې په توګه باید په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.»

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی، چې بشري مرستو ته تر ټولو ډېره اړتیا لري. په ۲۰۲۳ کال کې د اړمنو کسانو شمېرې له ۲۹ میلیونو ډېر اړمن کسان ښيي. په ساړه موسم کې د بېوزلۍ او لوږې له امله د رامنځته شويو اندېښنو او خطرونو له امله يو شمېر هېوادونو روانه مياشت له افغانستان سره نوې بشري مرستې اعلان کړې دي.