افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه د پاسه یو زر او ۵۰۰ افغانانو ایستل

د پاکستانیو رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ د مرغومي په لومړۍ نېټه یو زر او ۵۶۲ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې له هغې یوه ورځ وړاندې هم کابو یو زر او ۴۰۰ تنه افغانان له دغه هېواده ایستل شوي وو.

دا کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له مخې، له تېرو دوو میاشتو راهیسې څه باندې ۴۷۲ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.