نړۍ

ټاکل شوې قطري او اسراییلي چارواکي ناروې کې د خبرواترو د بیا پیلولو په موخه لیدنه وکړي

پر غزې د اسراییلو د درنو بریدونو له دوام سره هم‌مهاله راپور ورکړل شوی چې ټاکل شوې قطري او اسراییلی چارواکي ناروې کې له یو بل سره وګوري ترڅو د اسراییل او حماس ترمنځ «د اوربند د بیا ټینګولو» په موخه د خبرواترو د بیا پیل لپاره یوه لار پیدا شي.

له دې سره سم، د اسراییلو پوځ تاییده کړې چې د حماس له خوا یرغمل شوي درې اسراییليان د دې هېواد د سرتېرو له خوا وژل شوي دي.

نن د اسراییل او حماس ترمنځ د نښتې ۷۱ ورځ ده.

د ۷۱ ورځو په تېرېدو لا هم د غزې پر تړانګې د اسراییلو درانه بریدونه دوام لري؛ هغه بریدونه چې د غزې ملکیان او کله هم په غلطۍ سره «خپل» ملکي وګړي قرباني کوي.

ویل کېږي، چې اسراییلي سرتېرو د حماس له جنګیالیو سره د نښتې پر مهال د دې ډلې په لاس کې درې اسراییلي یرغمل شوي وژلي دي.

د اسراییل پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «شجیه کې د نښتې پر مهال د اسراییل پوځ په غلطۍ سره درې یرغمل شوي اسراییلیان د ګواښ په توګه ګڼلي دی چې د دوی د ډزو په پایله کې هغوی ووژل شول.»

ویل کېږي، حماس او نورې فلسطیني ډلې لا هم کابو سل اسراییليان په خپل بند کې لري. اسراییل هم تل ټینګار کړی دی چې د هغوی خوشي کول او د حماس له منځه وړل د اسراییل لومړیتوب دی.

د شنبې په ورځ خلکو د «الجزیرې شبکې د تصویر اخیستونکي» جنازه چې تېره ورځ د اسراییل د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، خاورته وسپاره.

د راپورونو له مخې د حماس او اسراییل ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې لسګونه خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي.

په همدې حال کې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، د چې قطري او اسراییلی چارواکي ناروې کې له یو بل سره ګوري، ترڅو د اسراییل او حماس ترمنځ د خبرواترو د بیا پیل په تړاو سلامشورې وکړي.

فلسطین هم د اروبند په رامنځته کېدو ټینګار لري.

ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی ریاض مسعود وايي: « په بې سارې توګه د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د عامه وژنې د پای ته رسولو لپاره بشردوستانه ناورین ته چې په بې ساري توګه یې اشغال هم رامنځته کړی، د ځواب ورکولو لپاره له اوربند پرته بله چاره نشته.»

خو اسراییل په غزه کې د اوربند له وړاندیز سره مخالف دی او دا د حماس په ګټه ګڼي.

ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازی ګیلاد اردان وايي: « بشردوستانه اوربند د ترهګرو د ژغورلو لپاره د اوربند مانا لري. موږ ناپوه نه یو، دا پریکړه‌لیک یوازې د حماس د نازیانو په وړاندې د جګړې پای ته رسول دي. زه په خپلو خبرو بښنه غواړم، خو تاسو د اسراییل او زموږ راتلونکي ته هېڅ ارزښت نه ورکوئ.»

په همدې حال کې په غزې د برید د پای ته رسولو لپاره د اسراییلو د لیوالتیا هېڅ نښه نښانه نشته؛ د اسراييلو موخه د حماس له منځه وړل دي، خو په ترڅ کې يې ولسي وګړي قرباني کېږي. تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کې شاوخوا ۱۹ زره کسان وژل شوي او تر ۵۰ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.