Uncategorized @ps افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه باندې ۲ زره ۳۰۰ افغان کډوالو راستنېدل

د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي، چې له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو له شړلو وروسته، پرون (لېندۍ۲۳) ۲ زره ۳۷۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې تر ۲۴۰۰ ډېر بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي وو.

دغه کډوال تېره ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلل.

د پاکستاني رسنیو د خپرو شویو شمېرو له مخې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې هېواد ته د راستانه شویو افغان کډوالو ټولټال شمېر ۴۳۱ زره ۶۶۴ ته رسېدلی دی.