Uncategorized @ps افغانستان

خبریال عبدالرحیم محمدي په کابل کې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دی

د رسنیو ملاتړي سازمانونه تاییدوي چې د تمدن تلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي له یوې اونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د بازار رسنیز بنسټ په وینا، ښاغلی محمدي تېره دوشنبه (لیندۍ۱۳مه) په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دغه خبريال د نيولو د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

د دې ترڅنګ د طالبانو د استخباراتو ریاست د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې یو بل سیمه ییز خبریال ضمیر ظهیر هم نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز تېره میاشت په یوه راپور کې د تاوتریخوالي او د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونو د پېښو پر زیاتوالي په ځانګړي ډول په هېواد کې د خبريالانو د پراخې نیونې د ګواښ د دوام په اړه اندېښنه وښوده او د دغه بهير د پايلو په اړه يې خبرداری ورکړ.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ کال له می څخه د ۲۰۲۳ کال تر مې میاشتې پورې په هېواد کې د تېر کال په پرتله د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښونو او نیول کېدو ۲۱۳ پېښې ثبت شوې دي. یعنې د یو کال په موده کې د ۲۰۲۱ کال له می څخه د ۲۰۲۲ تر می پورې شاوخوا ۱۳۰ پیښې ثبت شوي چې په سلو کې شاوخوا ۶۴ زیاتوالی ښیې.