Uncategorized @ps نړۍ

امریکا کې ګرد او توپان د شپږ تنو ژوند واخیست

د امریکا په ټینیسي ایالت کې د شنبې په ورځ د توپان او سخت باد په پایله کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي.

ځايي بېړنۍ ادارې هم اعلان کړی، چې دغو توپانونو او بادونو پراخ زيانونه اړولي او د لسګونو زرو خلکو برېښنا پرې شوې ده.

دې ادارې همدارنګه ویلي، چې ۲۳ تنه ټپیان هم شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې په ټینیسي کې ۸۰ زره کسان د شنبې تر شپې پورې له برېښنا بې برخې وو.