افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه باندې ۲ زره ۴۰۰ افغان کډوالو راستنېدل

د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي چې پرون (لېندۍ ۱۶مه) ۲ زره ۴۷۳ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارې افغانستان ته راغلي دي.

د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل راهیسې ۴۱۶ زره ۹۲۵ کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له پاکستانه د بې اسنادو کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د یو نیم میلیون افغان کډوالو شتون باید د ۲۵۰ میلیوني ولس پر اوږو بار ونه ګڼل شي.