نړۍ

په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو دوام؛ په تېره یوه ورځ کې لږ تر لږه ۳۵۰ تنه وژل شوي

د اسرائیلو پوځ د غزې په تړانګه بمباریو ته دوام ورکړی او د جمعې په سهار هم پر دغه ښار څو راکټونه لګیدلي او د څو چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.

اسرائیلي پوځیانو د پنجشنبې په ورځ د غزې تړانګې په څو ښارونو کې د حماس له جنګیالیو سره درنې جګړې وکړې.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې لږ تر لږه ۳۵۰ تنه وژل شوي دي.

اسرائیلو ویلي، د دغه ښار په سوېل کې یې په خان یونس کې څو وسله وال وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عربي هېوادونو په غزه کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ په غزه کې د اوربند لپاره پر یوه پریکړه لیک سلامشوره وکړي.