Uncategorized @ps ښځې

د بخښنې نړیوال سازمان د ښځینه فعالانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو فعالانو نیول او په زندانونو کې په شکنجه کولو د اندیښنې په څرګندولو سره، د ژولیا پارسي، منیژې صدیقي، ندا پرواني او پاریسا آزاده د “سمدستي او پرته له کوم شرطه” د خوشې کیدو غوښتنه کړې.

یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه ښځې مدافع وکیلانو یا طبي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې دا ښځې یوازې د ښځو د حقونو د دفاع او د بیان ازادۍ او د سوله ایزو لایونونو د ازادۍ له حق څخه ګټې اخیستنې په خاطر د دې کال په سپټمبر او نومبر میاشتو کې نیول شوې دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه دوی په «هېڅ جرم نه دي تورنې شوي».

د دې ادارې په وینا، ژولیا پارسي او ندا پرواني د خپلو کورنیو له غړو سره نیول شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته په یوه لیک کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو د فعالانو په “خپلسري” نیول کېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغو له ډلې څلورو فعالانو ته له کورنیو سره یې د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سختې پالېسۍ عملي کړې دي.

دغه سازمان ادعا کړې چې ښځې په زوره ورکې شوېي په خپلسري ډول نیول شوې او له شکنجې او د ځورونې نورو ډولونو سره مخامخ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د افغانستان د محافظه کاره ملګرو له سازمان سره په خبرو کې ټینګار کړی چې ښځې د طالبانو له لوري د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي.

بنټ ویلي: «”د بشري حقونو ډیری سرغړونې روانې دي، چې ځینې یې موږ نن شپه یادې کړې، او ما حتی د بې درکه کولو، خپل سري نیونو، شکنجه کولو او داسې نورو، د معترضو ښځو د ځپلو په اړه چې دوام لري، خبرې نه دي کړي.»

په همدې حال کې طالبانو تر اوسه د بخښنې نړیوال سازمان د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.