نړۍ

تایلنډ کې د بس د ټکر له امله ۱۴ مسافر مړه شول

د تایلنډ په «پراچوب» ولایت کې د مسافرو د لېږدوونکي بس د ټکر له امله لږترلږه ۱۴ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شول.

د تایلنډ د دولتي ترانسپورټ شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پېښه تېره شپه ناوخته داسې مهال وشوه چې د بس چلوونکي د موټر کنټرول له لاسه ورکړ.

له پېښې خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې دا بس د سړک غاړې ته له یوه ونې سره لګېدلی او مرستندویه ډلې قربانیان او ټپیان له بس څخه راباسي.

د دې شرکت په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې د پېښې ټول ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې دوام لري.