افغانستان

حقاني: د ګاونډیو هېوادونو کورني جنجالونه باید کډوالو ته ستونزې جوړې نه کړي

د «ټيټيپي» د بریدونو په اړه د پاکستان له اندېښنو وروسته سراجالدین حقاني وايي چې طالبانو د ګاونډیو هېوادونو، د امنیت لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د ګاونډیو هېوادونو کورنۍ ستونزې باید د کډوالو لپاره ستونزې جوړې نه کړي.

له دې سره هم‌مهاله د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر وايي، اسلام‌اباد د ترهګرو نوملړ طالبانو ته سپارلی دی. خو د هغه په ​​وینا، طالبانو مثبت ځواب نه دی ورکړی او دوه مخې لوبه یې رونه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې د تېرې اونۍ له ځانمرګي برید وروسته اسلام‌اباد د ټي‌ټي‌پي څانګې د مشر حافظ‌ګل بهادر د تسلیمېدو غوښتنه وکړه.

اوس سراج‌الدین حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې وايي، چې طالبانو د خپلو ګاونډیانو د امنیت لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي او تېرې ننګونې او نیمګړتیاوې باید له دوی سره ونه تړل شي.

د حقاني په وینا، د ګاونډیو هېوادونو کورني مسایل باید د افغان کډوالو لپاره ستونزې جوړې نه کړي. طالبان د ټي ټي پي بریدونه د پاکستان کورنۍ ستونزه بولي.

خو د پاکستان په بلوچستان کې د دې ایالت د اطلاعاتو وزیر د اسلام اباد له خوا طالبانو ته د هغو کسانو د نوملړ له شریکولو خبر ورکوي چې د ده په وینا طالبانو ورته مثبت ځواب نه دی ویلی او د پاکستان په خونړیو پېښو کې د «ښکېلو عناصرو» د سپارلو پر ځای دوی دوه ګونی لوبه کوي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي: «پاکستان په وار وار له طالبانو څخه غوښتي دي چې «ترهګر» دې دغه هېواد ته وکړي؛ خو افغان طالبانو دوه ګونې لوبې ته دوام ورکړی دی. تر دې دمه دوی دا ننداره په بې پرواۍ سره ګوري.»

پاکستان وايي، د دغه هېواد په خونړیو پېښو کې یو شمېر افغان وګړي لاس لري؛ په وروستي ځل د بنو په برید کې د یوه افغان د زیږون د سند د پیدا کېدو په حواله. خو طالبان د زیږون سند د سند په توګه نه مني.

د پاکستان د بهرنیو چارو مخکینی وزیر بلاول بوټو زرداري وايي: «زه دوی ته یادونه کوم چې زموږ دښمن، هم د دوی دښمن دی، هغه څوک چې ترهګر دي، هغه څوک چې په پاکستان کې ترهګري کوي، که ثابته شي چې افغان طالبان دوی ته اسانتیاوې برابروي او ملاتړ یې کوي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ به یو خطرناک پرمختګ رامنځته شي.»

له دې سره، پاکستان وايي، د خپل امنیتي وضعیت له امله په دغه هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو لپاره ځای نه لري. په تېره یوه ورځ کې له پاکستان څخه شاوخوا درې تنه نور کډوال هم افغانستان ته راستانه شول.

یو کډوال رحمان‌الله وايي: «ځورول یې کول. خلک یې ازاد نه پرېښودل. نیول یې، لومړی یې موږ بندیان کړو، بیا یې ووهلو او بیا یې کارت وغوښت. که دې د کډوالۍ کارت هم درلوده، پیسې یې اخیستلې.»

د ټي ټي پي له امله د اسلام اباد او طالبانو تر منځ د ترینګلو اړیکو وروسته، په تېره یوه نیمه میاشت کې تر ۴۰۰ زره ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي او یا په زوره را ایستل شوي دي.