افغانستان

سرچینې: هرات کې د نامعلومو وسله والو په برید کې شپږ تنه ووژل شول

په هرات کې ځايي سرچينې وايي، چې نن د جمعې په ورځ شاوخوا دوه بجې د هرات ښار د جبرېل ښارګوټي د “کوه رملي” په سيمه کې يو شمېر موټر سایکل سپرو ناپېژانده وسله والو پر يوه ډله کسانو بريد وکړ.

د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د څلورو ښځو او د جومات د دوو امامانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې پېښه د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د هرات ښار په جبریل سیمه کې دوه دیني عالمان د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شول. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د دې پېښې د خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.