افغانستان

چین په دغه کې د طالبانو د سفیر په توګه د بلال کریمي باورلیک ومانه

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چین حکومت په بیجینګ کې د دوی د سفیر په توګه د بلال کریمي باورلیک منلی دی.

بلال کریمي کابو یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا چین ته د خپل سفیر په توګه واستول شو.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې چین د جاو شینګ په نوم د دغه هېواد یو دیپلومات د طالبانو
تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړ.

چین لومړنی هېواد دی چې د طالبانو تر ادارې لاندې یې کابل ته سفیر لېږلی او بلال کریمي په یوه بهرني هېواد کې د طالبانو لومړنی سفیر دی.

بلال کریمي تر دې وړاندې د طالبانو د ویاند مرستیال و.

د طالبانو حکومت تراوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.