افغانستان

پاکستان: که افغان کډوال په ټاکنیز کمپاین کې ګډون وکړي، ایستل کېږي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې ددې هېواد په ټاکنیز کمپاین کې ګډون ونه کړي. دغه وزارت ویلي چې آن هغه افغان کډوال چې د استوګنې اسناد هم لري له هېڅ یوه سیاسي فعالیت یا ټاکنیز نوماند څخه د ملاتړ اجازه نه لري.

پاکستان خبرداری ورکړی چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي او له دې هېواده به وایستل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «هر افغان چې په دغه ډول فعالیتونو کې لاس ولري، په پاکستان کې د دوی قانوني وضعیت ته له پامه پرته به وایستل شي.»

له بلې خوا، دغه وزارت د دې هېواد اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې بهرني وګړي په دندو ونه ګماري او د کار موندنې په برخه کې هم ورسره مرسته ونه کړي.

دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې د راتلونکي کال د فبرورۍ ترسره شي.

له بلې خوا، د پاکستان «جیونیوز» شبکې رپوټ ورکړی چې امنیتي اندېښنو ته په پام سره، د پاکستان موقت لومړي وزیر له دې هېواده د سلګونه زره افغانانو په ګډون د بهرنیو وګړو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

اسلام آباد ادعا کړې چې افغانانو په یو شمېر جنایي پېښو او همداراز بمي چاودنو کې لاس لرلی دی.

تېره ورځ د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې یوه افغان وګړي د موټرسایکل په کارولو له ځان سره چاودېدونکي توکي د پاکستاني پوځیانو د کاروان ترمنځ وچاوداوه چې په پایله کې یې درې ملکي وګړي مړه او اوه ملکي کسان او درې پوځیان ټپیان شوي دي.