افغانستان

سرچینې وایي چې بلال کریمي په چین کې د طالبانو د سفیر په توګه وګمارل شو

په کندهار کې د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي آمو ته تایید کړه چې د طالبانو رییس الوزرا ملاحسن آخوند، د دوی مرستیال ویاند بلال کریمي په بیجنګ کې د سفیر په توګه ګمارلی دی.

سرچینه وایي چې ښاغلی کریمي چین ته رسېدلی او ټاکل شوې ډېر ژر په بیجینګ کې د طالبانو د سفیر په توګه کار پیل کړي.

د دغې سرچینې په وینا په بیجینګ کې د طالبانو د سفیر معرفي کول لومړی به په رسمي توګه د چین د بهرنیو چارو وزارت له خوا اعلان شي.

طالبانو په داسې حال کې د چین لپاره سفیر معرفي کړی چې کابو دوې میاشتې مخکې، چین د جاوشینګ په نوم ددغه هېواد یو دیپلومات د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د سفیر په توګه معرفي کړ.

چین لومړنی هېواد دی چې کابل ته یې خپل سفیر لېږلی او طالبانو هم خپل سفیر ورته معرفي کړی دی.