افغانستان

د متقاعدینو معاشونو او وضعیت ته د طالبانو بې پامي

یو شمېر (متقاعدین) وايي چې له دوو کلونو زیات وخت وشو چې د طالبانو ادارې د دوی د تقاعد تنخوا نه ده ورکړې.

طالبان وايي، چې په دغو تقاعد شویو کې لس زره یې ښځې دي. یو شمېر دغه مېرمنې وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ خو طالبان د دوی ستونزو ته پام نه کوي.

نادیه چې د خپلې ۵ کسیزې کورنۍ کې یوازینۍ ګټیالۍ ده په تېر حکومت کې یې لسګونه کلونه د ملي امنیت په ریاست کې دنده ترسره کړې.

له هغې وروسته نوموړې تقاعد شوه او خپلې کورنۍ لګښت یې د تقاعد په تنخوا سره برابروو.

اوس وايي طالبانو واک ته له راتګ وروسته د هغې تقاعد نه دی ورکړی.

یو شمېر تقاعد شوي کسان وايي چې له دوو کلونو راهیسې د خپل تقاعد معاش ته انتظار باسي.

دغه متقاعدین وايي، چې په دې ساړه موسم کې خپلو معاشونو ته ډېره اړتیا لري، خو د تقاعد صندوق عمومي ریاست ته د څو ځلو ورتګ سربېره طالبانو تر اوسه د دوی معاشونه نه دي ورکړي.

د طالبانو د مالیې وزارت رسمي شمېرې ښيي چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا دوه سوه زره متقاعدین لري چې لس زره یې ښځې دي.

د طالبانو د مالیې وزارت څو څو ځله اعلان کړی چې د تقاعد پلان یې چمتو کړی او د تصویب لپاره یې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته استولی، خو له دوو کلونو وروسته لا هم دغه پلان د طالبانو مشر نه دی تصویب کړی.