سویلي آسیا

په کراچۍ ښار کې د اورلګېدو له امله ۱۱ تنه مړه شول

د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدو له امله لږترلږه ۱۱ تنه مړه شول.

پاکستاني چارواکو او رسنیو رپوټ ورکړی چې دا اورلګېدنه د شنبې په سهار په دغه څو پوړیزه ودانۍ کې پیل شوه چې د اور وژنې ډله وتوانېده کابو ۵۰ تنه وژغوري.

د کراچۍ ځايي چارواکو ویلي یو شمېر دا کسان لا هم ددې سوداګریز مرکز د ننه بنه پاتې دي.

د ژغورنې ډلې مسوول افتخار عباسي وایي: «اور لګېدنه په جنراتور کې د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوې. اور له درېیم څخه څلورم پوړ ته چې څو سوداګریز مرکزونه دي پراخ شو. په دغه مرکز کې ګڼ شمېر کسان مړه شول تراوسه یوولس تنه مړه شوي دي.»

پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي چې دا اورلګېدنه د دغه مرکز په درېیم پوړ کې د جنرال د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوې ده.

په دې پېښه کې څو تنه هم ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

له بلې خوا، د اسلام آباد په شاه دره تفریحي سیمه کې د نجونو زده کوونکو د بس موټر د غورځېدو په پېښه کې یوه ماشومه مړه او شل نورې ټپي شوې دي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیسو ویلي چې دا پېښه د موټر چلوونکي د بې پامۍ له امله رامنځته شوې ده.

د پولیسو په وینا د بس چلوونکي موټر درولی او ترې ښکته شوی و چې ناڅاپه موټر حرکت وکړ او درې ته وغورځېده.