افغانستان

د ترهګرۍ خلاف اقدام لپاره له طالبانو د پاکستان غوښتنه

د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ، یو ځل بیا له طالبانو غوښتي؛ د هغو ترهګرو خلاف اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي. ښاغلي کاکړ د پاکستان له جیونیوز سره په مرکه کې له طالبانو وغوښتل چې په خپله د ترهګرو خلاف اقدام وکړي یا دوی اسلام آباد ته وسپاري. دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د جګړې او امنیت د څېړنو موسسې د وروستي راپور له مخې، په پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمایي کې د ترهګرو فعالیتونه، د تېر کال په پرتله ۷۹ سلنه زیات شوي دي.

پاکستان تل طالبان په دغه هېواد کې د ترهګرو فعالیتونو په زیاتوالي کې ګرم بولي او په ځلونو یې له طالبانو غوښتي چې له پولو بهر بریدونو مخه ونیسي او د پاکستان خلاف د افغانستان خاورې د کارولو مخنیوی وکړي.

انوارالحق کاکړ ټینګار وکړ چې ددغو ترهګرو په وړاندې د اقدام لپاره د طالبانو نه لېوالتیا د منلو وړ نه ده. هغه د اسلام آباد او طالبانو ترمنځ اړیکو د ترینګلتیا په اړه وویل چې دواړه هېوادونه باید د یو بل له تمو سره صادقانه چلند وکړي.

کاکړ وايي: «ټول افغانان د پاکستان لپاره یو شان مهم دي، پاکستان او افغانستان باید په صادقانه توګه د هغه څه په هکله چې له یو بله یې تمه لري، فکر وکړي.»

د پاکستان موقت لومړي وزیر همداراز د ترهګرو خلاف اقدام پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل طالبان د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک د پټنځایونو له شتونه خبر نه لري.

هغه زیاته کړه چې خبرې او مذاکرات په توپک سره سوني نه دي.

له بلې خوا، طالبانو تراوسه د ښاغلي کاکړ د څرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تل یې ویلي چې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ موضوع، د اسلام آباد کورنۍ مسله ده چې په خپله یې باید حل کړي.