نړۍ

اسراییل: د یمن د حوثي جنګیالیو له‌خوا تښتول شوې کښتۍ او کارکوونکي یې له اسراییلو سره تړاو نه لري

اسراییلو اعلان کړی چې «ګلکسي لیډر» کښتۍ چې په سره سمندر کې د یمن د حوثي جنګیالیو له خوا تښتول شوې، د دوی نه ده.

حوثي جنګیالیو ادعا کړې چې د سره سمندر په سویل کې یې د اسراییلو یوه کښتۍ نیولې او په یمن کې یې یوه بندر ته لېږدولې ده.

د دغې ډلې پوځي ویاند یحیی سریع د یکشنبې په ورځ په ټلویزیوني بیانیه کې ویلي چې دا کښتۍ یې نیولې ده.

اسراییلو اعلان کړی چې له ایران سره همغږې ډلې، د بریتانیا او جاپان اړوند یوه باروړونکې کښتۍ د سره سمندر په سویل کې درولې ده.

د امریکا یوه دفاعي چارواکي هم ویلي: «موږ له وضعیته خبر یو او له نږدې یې څارو.»

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر ویلي چې دا کښتۍ له دوی سره هېڅ تړاو نه لري او هېڅ اسراییلي کارکوونکی پکې نشته.

له بلې خوا، د جاپان د کابینې عمومي منشي هیروکازو ماتسونو په خبري ناسته کې وویل چې په ګلکسي لیډر کښتۍ کې هېڅ جاپانی وګړی نشته.

ماتسونو زیاته کړه چې جاپان په کلکه د دې کار غندنه کوي او له اړوندو هېوادونو سره د کښتۍ او هغې د کارکوونکو د بې له ځنډه خوشي کولو لپاره همکاري کوي.

هغه وویل: «په اوسني وخت کې وزارتونه او سازمانونه، له هغې جملې د ترانسپورت او بهرنیو چارو وزارت د کښتۍ او د هغې د کارکوونکو د خوشي کولو په موخه د معلوماتو د راټولولو او اړوندو هېوادونو سره د همکارۍ په حال کې دي.»

حوثي جنګیاليو له حماس ډلې سره په همغږۍ چې په غزه کې جنګېږي، د اسراییلو په لور لیرې ویشتونکي توغندي ویشتلي او بې پیلوټه الوتکې یې کارولې دي.

له دې مخکې د یکشنبې په ورځ حوثي جنګیالیو اعلان وکړ، د اسراییلي شرکتونو یا هغه ټولې کښتۍ چې د اسراییلي شرکتونو په حکم کار کوی او یا د اسراییلو بیرغ ولري ښايي په نښه شي.