نړۍ

قطر: زموږ اصلي لومړیتوب اوربند او په غزه کې د غچ اخیستونکو بریدونو درول دي

د اسراییلو او حماس له درې څلوېښت ورځنۍ جګړې وروسته لا هم د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلو بریدونه دوام لري.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د خان یونس سیمې بېلابېلې برخې او د جبلیه د کډوالو کمپ د اسرائیلو په بریدونو کې په نښه شوی دی.

همدا راز قطر وايي، هغه مهمې مسئلې چې د حماس له منګولو څخه د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو د هوکړې مخه نیسي، د پروسې سمون او لوژستیکي مسایل دي.

د اسراییلو او حماس تر منځ له جګړې درې څلوېښت ورځې تېرې شوې، هغه جګړه چې تر ټولو ډېر زور یې په غزه کې د ملکي وګړو پر اوږو اچول شوی دی.

فلسطیني ماشومان دلته د دې لپاره راغلي دي چې د خپل ژوند شېبې له جګړې څخه لیرې تېرې کړي. خو د دوی د بې ګناه موسکاوو تر شا دردونکې کیسې پرتې دي.

یو فلسطینی ماشوم راغد ابو عاصي وايي: «هره ورځ زنګ وهو او تمه کوو چې هغه په ​​سړک راشي، خو نه راځي. زما ټول وروڼه او خویندې ژاړي. هیله لرم چې جګړه پای ته ورسېږي او زه ډاکټر شم او خپلې زده کړې پای ته ورسوم. زه له جګړې ډېر وېرېږم. ځکه د جګړې له امله زما نیمایي ملګري شهیدان شول.»

په همدې حال کې د قطر لومړی وزیر د اروپايي ټولنې له استازي سره له کتنې وروسته وايي، هغه څه چې د غزې په الشفا روغتون کې شوي او د ملکي وګړو او ناروغانو جبري بې ځایه کېدل یو «جرم» دی.

د قطر لومړی وزیر محمد بن سلمان ال ثاني وايي: «موږ د دې کړکېچ او د هغه سیاسي او بشري اړخونو ته د دایمي سوله ییز حل د ترلاسه کولو لپاره د قطر او اروپايي ټولنې د لارو چارو په اړه بحث وکړ زموږ اصلي لومړیتوب اوربند او د غزې په تړانګه کې د ټولو غچ اخیستونکو عملیاتو او بریدونو پای ته رسول دي.»

د فلسطین د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په غزه کې د اسراییلو او حماس په جګړه کې د تلفاتو شمېر ۱۲ زره ۳۰۰ تنو ته رسېدلی، په دوی کې پنځه زره ماشومان دي. په اسراییلو کې ددغو تلفاتو شمېر ۱۲۰۰ تنه دی.