سوداګري

فلای دوبۍ له دوو کلونو وروسته کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

فلای دوبۍ هوايي شرکت له دوه کلن ځنډ وروسته کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې. ددغه شرکت لومړۍ الوتکه نن چهارشنبې د کابل په هوايي ډګر کې راکوزه شوه.

ددغه هوايي شرکت مسوولین وایي چې له دې وروسته به دا شرکت په اونۍ کې دوه الوتنې کابل او له کابل څخه نورو هېوادونو ته ولري.

فلای دوبۍ تېره میاشت له دوه کلن ځنډ وروسته د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنو د پیلولو لپاره خپله پرېکړه اعلان کړه.

د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیال دفتر په بیانیه کې د فلای دوبۍ شرکت د الوتنو بیا پیلېدل یو مهم او حیاتي اقدام وباله.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د مخکیني دولت له سقوط وروسته، بېلابېلو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې ودرولې.

په اوسني وخت کې دوه کورني هوايي شرکتونه آریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر فعالیت لري. له بلې خوا، مسافرینو د کابل او دوبۍ ترمنځ الوتنو د ټکټ بیو د بې مخینې زیاتوالي په اړه شکایتونه کړي دي.

د هوايي شرکتونو پر وېبپاڼه د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، له کابله دوبۍ ته د عادي ټکټ بیه کابو ۴۵۰ ډالره ده چې د دوه کاله مخکې وخت په پرتله ډېره لوړه ده.

سربېره پر دې، په انټرنیټ کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د کابل او اسلام آباد ترمنځ الوتنو د یوه ټکټ بیه یو زر او ۳۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده. له کابل اسلام آباد ته د سفر د ټکټ بیې زیاتوالی بې مخینې بلل شوی دی.