افغانستان

د سړکونو پر خرابوالي د زابل د اوسېدونکو نیوکې

د زابل یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سړکونو پر خرابوالي نیوکه کوي.

دغه اوسېدونکي وايي، چې له يوولسو ولسواليو يوازې د دوو ولسواليو اوسېدونکي کرېړ سړکونو ته لاسرسى لري او په نهو نورو ولسواليو کې د پخو سړکونو د نشتوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د زابل اوسېدونکي زیاتوي چې د لارو د خرابوالي او کله ناکله د بندېدو له امله ځايي خلکو ته خوراکي توکي په وخت نه رسېږي.

د ژمي په رانږدې کېدو سره د هېواد اوسېدونکي په ځانګړې توګه د هغو ولسواليو خلک چې پاخه سړکونه نه لري او تګ راتګ يې سخت وي، له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

زابل له هغو ولایتونو دی چې اوسېدونکي یې د پخو سړکونو له نشتوالي اندېښمن دي.

د دې ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، له شاجوى او شهر صفا ولسواليو پرته، چې د کابل-کندهار پر لويه لاره پراته دي، نورې ولسوالۍ پاخه سړکونه نه لري او د سیمې خلک د ناروغانو، خوراکي توکو او د کرنیزو محصولاتو په لېږد رالېږد کې له ستونزو سره مخ دي.

په دغه ولايت کې د سړکونو خرابوالى د دې لامل شوى چې د خوراکي توکو لېږد رالېږد ګران شي او بیه یې اوسېدونکي پرې کړي.

يو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي، چې د خرابو لارو له امله يو شمېر ناروغان په وخت روغتون ته نه رسېږي او پر لاره ساه ورکوي.

لیدل کېږي چې د طالبانو له راتګ سره په ولایتونو کې د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو کچه کمه شوې ده.

ځايي طالب چارواکي هم په دې باور دي، چې د بوديجې د نشتوالي له امله سړکونه له پخولو پاتې دي.

د طالبانو سیمه ییز مسوولین وايي، چې د روان کال په پلان کې د دې ولایت په ولسوالیو کې د سړکونو جوړول شامل وو، خو د بودیجې د نشتوالي له امله د دغو سړکونو د جوړولو کار نه دی عملي شوی.

د زابل د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت سویلي برخې غرنۍ دي او ډېرى وخت يې د ژمي په موسم کې لارې تړل کېږي او ځايي اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.