نړۍ

د اسلامي هېوادونو مشران: له ځانه د دفاع په نوم پر غزې د اسراییلو بریدونه توجیه نه لري

د سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو مشرانو د شنبې په ورځ په ریاض ښار کې د اسلامي او عربي هېوادونو په سرمشریزه کې په ګډون سره، پر غزې د اسراییلو د بریدونو د بې له ځنډه درېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې له ځانه د دفاع په نوم د اسراییلو دا جګړه کومه توجیه نه لري.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، عربي او مسلمان مشران په دغه غونډه کې راټول کړي. دا هېواد غواړي چې په غزه کې د نښتو د پای ته رسولو لپاره پر امریکا او اسراییلو د فشار راوستو لپاره له خپل نفوذه کار واخلي.

محمد بن سلمان پر غزې د اسراییلو برید د «د فلسطیني وروڼو خلاف وحشیانه جګړه» وبلله او په دې ښار کې یې د نښتو د درولو غوښتنه وکړه.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم وویل؛ فلسطینیان د «نسل وژنې» له جګړې سهر مخ دي او له امریکا یې وغوښتل چې «د اسراییلو تېري» پای ته ورسوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ نښتو لپاره د دایمي حل لارې د موندلو په موخه د سولې د نړیوالې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

اردوغان زیاته وویل: «اسراییل هڅه کوي؛ ترڅو د اکتوبر د اوومې نېټې بریدونو غچ چې ښايي موږ ډېری یې نه منو، د بې ګناه وګړو، ښځو او ماشومانو په وژلو سره واخلي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ د سولې نړیواله ناسته یوه مهمه زمینه ګڼو، باید د سولې لپاره هڅه وکړو، موږ چمتو یو چې د فلطسین د ضامن په توګه وړانديز په شان لازمې هڅې ترسره کړو.»

د قطر امیر هم وویل؛ هېواد یې د اسراییلي یرغمل شویو د خوشي کولو لپاره د منځګړیتوب په لټه کې دی او هیله من دی، ډېر ژر بشردوستانه اوربند ټینګ شي.

له بلې خوا، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د اسراییلو خلاف د جګړې له امله د فلسطین د حماس ډلې د هڅو ستاینه وکړه او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل؛ پر اسراییلو د تېلو او توکو بندیزونه ولګوي.

رییسي وویل: «د اسلامي هېوادونو له خوا دې له صهیونیست رژیم سره هر ډول سیاسي او اقتصادي اړیکې پرې شي. په دې برخه کې دې د صهیونیست رژيم سوداګریز بندیزونو په تېره بیا د انرژۍ په برخه کې لومړیتوب ورکړل شي. موږ همداراز باید د اسراییلو توکو د تحریم لپاره له ملي غورځنګونو ملاتړ وکړو.»

هغه زیاته کړه: «موږ باید د مقاومت لپاره د حماس لاسونه او مټې ښکل کړو.»

په غزې کې جګړې د منځنۍ ختیځ دودیز ایتلاف ګډوډ کړی دی. ځکه ریاض له تهران سره نږدې تعامل لري؛ د سعودي عربستان له خوا د حماس د غندلو لپاره د امریکا فشارونه، تراوسه بې پایلې وو او له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره یې د دغه هېواد پروګرامونه درولي دي.

له بلې خوا، سعودي عربستان ته د رییسي سفر په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې دغه هېواد ته د ایران د ولسمشر لومړنی سفر دی. تهران او ریاض د هغې هوکړې له مخې چې په مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب وشوه، د کلونو دښمني یې پای ته ورسوله.

اخوا، حماس هم له دې ناستې غوښتي و چې پر غزې د اسراییلو د برید په هکله «تاریخي او پرېکنده پرېکړه» وکړي او ددغه برید د درولو لپاره اقدام وکړي.