افغانستان

له پاکستانه د افغانانو د ایستلو پرېکړې ريښې چېرته دي؟

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پریکړه د اسلام اباد او طالبانو تر منځ د څو میاشتو مخکینیو ترینګلو اړیکو ته ورګرځي.

د ټي‌ټي‌پي او تحریک جهاد پاکستان د بریدونو له زیاتوالي وروسته، په ځانګړې توګه د جولای له میاشتې وروسته، اسلام اباد په وار وار له طالبانو څخه وغوښتل چې د ټي‌ټي‌پي بریدونه او د پاکستان په امنیتي ضد پېښو کې د افغان وګړو ښکېلتیا ودروي، خو په پای کې اسلام اباد وايي چې طالبانو د اطمینان وړ عمل نه ترسره نه کړ د خپل امنیت د ساتلو لپاره، یې د ناقانونه کډوالو په ایستلو لاس پورې کړ.

د پاکستان په ټاکنو کې د پښتنو د مطلق اکثریت د کډوالو په ایستلو سره د پښتنو کمزوري کول، د عامه افکارو مدیریت او یو شمېر نور عوامل د کډوالو د جبري ایستللو له لاملونو څخه ګڼل کېږي.

په دې راپور کې موږ د افغان کډوالو د بې ساري جبري شړلو رېښو ته کتنه کوو.

په معاصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سلګونه زرو افغان کډوالو جبري ډله‌يیز ایستل.

هره ورځ له ۹زرو څخه تر ۱۰ زرو کډوال له ننګونو، ستړياو او ستومانیو سره افغانستان ته ننوځي.

پاکستان د ۱.۷ میلیونه افغان کډوال د شړلو په حال کې دی.

د پاکستان د شمېرو پر بنسټ تر ۲۰۰ زرو زیات کډوال ایستل شوي دي، د طالبانو د شمېرو پر بنسټ تر ۳۰۰ زرو زیات کډوال ایستل شوي دي، ملګرو ملتونو خپلواکې شمېرې نه دي وړاندې کړي او هره ورځ له ۹ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې کډوال ایستل کېږي.

یو افغان کډوال وايي: «دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته ځم، له دې مخکې نه وو تللي، دلته مې ژوند تېر کړی دی.»

خو ګاونډی ولې له څلورو لسیزو وروسته خپل دسترخوان ټولوي؟ که لږ شاته ولاړ شو:

پاکستان له ناامنیو څخه ډک کال تېروي او وخت په وخت د چاودنو او بریدونو شاهد دی. د جولای په ۱۲مه، د بلوڅستان ایالت د ژوب سیمه؛ د جنګیالیو لخوا د پاکستان د هوايي ځواک پر مرکز د برید په پایله کې ۱۲ سرتېري ووژل شول.

له هغه دوه ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر له قوله یوه بیانیه خپره شوه، چې په کې هغه له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد د ټي‌ټي‌پي د بریدونو د پلان، پټنځایونو او د تګ راتګ د ازادۍ په اړه په افغانستان کې، او د پاکستان په امنیتي ضد پېښو کې د افغان وګړو له رول څخه نیوکې او اندېښنې کړې وې.

د پاکستان د پوځ په بیانیه کې راغلي: «د افغانستان له پولې څخه په پاکستان باندې پر له پسې بریدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا به د اغېزمن ځواب لامل شي. په پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغان وګړو ښکېلتیا یوه بله له مهمو اندېښنو څخه ده چې باید په پام کې ونیول شي. دا ډول بریدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا به د اغېزمن ځواب لامل شي.»

ورپسې څو مرګوني بریدونه وشول.؛ تر ټولو وروستي یې پنجشنبې، جمعه او تېره شنبې. دغه راز تېره سې شنبې نهو ځانمرګو بریدګرو د پاکستان په پنجاب ایالت کې د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز برید وکړ. تر ټولو زیات بریدونه په بلوچستان ایالت کې پر پوځي برخو شوي دي.

اسلام اباد ویلي هر څه چې لري د طالبانو پر مېز یې ایښي تر څو په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو مخه ونیسي؛ کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر له سفر څخه له طالبانو سره د دغه هېواد د ځانګړي استازي له کتنو او خبرو اترو او د استخباراتي معلوماتو له شریکولو سربېره، اسلام اباد لس تنه افغان وګړي د امنیت پر ضد د لاس لرلو په تور نیولي دي. او د افغانستان په کنړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست کې یې د ټي‌ټي‌پي د قوماندانو لپاره خپلواک عملیات ترسره کړي.

وروستی عملیات په کنړ کې د اکتوبر په ۱۲ نېټه ترسره شوي دي: په کابل کې د پاکستان د دفاع وزیر له خوا له طالب چارواکو سره د معلوماتو شریکول، له طالبانو سره د اسلام اباد ډیپلوماتیکې او پوځي خبرې اترې، د اسلام اباد لخوا له طالبانو سره د استخباراتي معلوماتو شریکول او د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د قوماندانانو د وژلو لپاره خپلواک عملیات.

د افغانستان په خاوره کې د پاکستان خپلواک عملیات په کنړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست کې شوي دي.

په ځواب کې طالبانو هم لږ تر لږه یو لړ اقدامات وکړل. له ختيځ څخه د افغانستان شمال ته د هغو کسانو لېږدول چې ویل کېږي د تحریک طالبان پاکستان د غړو خپلوان دي. په پاکستان کې د جګړې پر ضد د هبت الله اخوندزاده فتوا او د اسلام اباد او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو اترو وړاندیز.

د پاکستان په خاوره کې بریدونه دوام لري او د پاکستان موقت حکومت د طالبانو له کړنو څخه ناهیلي شوی، د کډوالو او طالبانو فشار ته مخه کوي، چې د کډوالو د شړلو تر ټولو لوی لامل بلل کیږي.

د پاکستان موقت لومړی وزیر انورحق کاکړ وايي: «له بده مرغه په ​​افغانستان کې د انتقالي حکومت له راتګ وروسته د ترهګریزو پېښو شمېر ۶۰ سلنه او د ځانمرګو بریدونو شمېر پنځه برابره زیات شوی دی.»

اوس پاکستان له څو ډلو سره لاس او ګرېوان دی؛ داعش، ټي ټي پي، د بلوڅستان ازادۍ پوځ، او تحریک جهاد پاکستان نوې ډله، چې ډېر معلومات یې په اړه نشته، خو د اکثرو بریدونو مسوولیت یې په غاړه اخیستی دی.

په هغه غږیز پیغام کې چې خپور شوی ویل شوي: «خدای دې د ټي ټي پي سره مرسته وکړي چې یوه ورځ په پاکستان کې د اسلامي امارت (طالبانو) بیرغ پورته کړي.»

د کړکېچ په اوج کې، دلته د طالبانو یو قوماندان حمید خراساني او د هغه ځواکونه په پاکستان کې ټي ټي پي د بریا لپاره دعا کوي.

د طالبانو قوماندان حمید خراساني وايي: «ځکه د پاکستان ظالم، فاسد او بې دینه واکمنان تل د افغانستان له خلکو او د اسلامي امارت له نظام (طالبانو) څخه ناروا غوښتنې او غیر ضروري او ښکاره لاسوهنې لري. د دوی یوه غوښتنه دا ده چې د قوش تیپې کانال د بندولو دود دې په پام کې ونیول شي او دویمه د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژندل شي.

طالبانو د وروستیو پېښو په کرښه کې ویلي دي چې دوی د پاکستان د امنیت د ناکامۍ مسوول نه دي.

د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند وايي: «که جنرالانان دي، که له امارت (طالبانو) سره ستونزه لري، ستونزه به په تفاهم حل کېږي، ستونزه به د خبرو اترو له لارې حل کېږي.»

د پاکستان څخه د شړل شویو کډوالو لویه برخه پښتانه دي، د پاکستاني سرچینو په وینا، د سند، خیبر پښتونخوا، پنجاب، بلوڅستان او ګلګت بلتستان ایالتونو څخه زیات؛ ان پښتانه چې په پاکستان کې زیږیدلي او لوی شوي دي. په داسې حال کې چې پښتانه د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو سیاسي ګوندونو سره د پاکستان د سیاست متن ته له حاشیې څخه راستانه شوي دي.

په پاکستان کې د راتلونکو ټولټاکنو په درشل کې د کډوالو ایستل یو لامل د پښتنو د بیا غیږې خالي کول ګڼل کیږي.

په پاکستان کې تر ټولو زیات د جبري کډوالۍ له خطر سره مخ خیبر پښتونخوا، سند، پنجاب، ګلګت بلتستان او بلوچستان ایالتونه دي.

د افغانستان د امنیت شورا د ګواښونو د ارزونې د څانګې پخوان مشر ارین شریفي وايي: «حکومت د ټاکنو په درشل کې دی، دوی غواړي چې په پاکستان کې د پښتنو شتون کم کړي، او یوه لاره یې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د پښتنو شړل دي.»

یو شمېر پوهان وايي، اسلام اباد هڅه کوي خپل امنیتي، سیاسي او اقتصادي کړکېچ د افغان کډوالو په شر او لېوالتیا سره پټ کړي او د عامه افکار پرې ګرم وساتي . او له بلې خوا د افغان کډوالو او طالبانو څخه چې په پاکستان کې یې پناه اخیستې د زیانمنو شویو ډلو په واسطه د هیوادونو او نړیوالو موسسو له جیبونو څخه پیسې اخلي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د سما تلویزیون مشر محمود جان بابر
 وايي: «هغه کسان چې دلته دي او غواړي چې له دې ځایه امریکا او اروپا ته لاړ شي، امر شوی چې دوی څه مه وايئ دوی ته به پنځه یا شپږ میاشتې نور وخت ورکړل شي.»

طالبان هم خپل کارونه نندارې ته وړاندې کوي. د کډوالو په غاړه کې د ګلانو اچول د ډوډۍ ورکولو تر ژمنې پورې.

د طالبانو په وینا، کډوال خپلو ولایتونو ته لېږدول کیږي، خو یو شمیر کډوالو امو ته وویل چې دوی د لومړي ځل لپاره افغانستان ویني او نه پوهیږي چې چیرته لاړ شي؛ په دې حساب سره د طالبانو د تبلیغاتو څرنګوالی او د دغو کسانو خوځښت د ډېرو لپاره د پوښتنې وړ ګرځېدلی دی.

تر دې دمه ایکسپریس ټریبیون د پاکستان د رسمي سرچینو له قوله ویلي، چې اسلام اباد پرېکړه کړې چې په نړیواله کچه د طالبانو د دوسیې ملاتړ نه کوي، هېڅ ډول مرستې نه کوي او هيڅ ډول امتیازات په ځانګړې توګه طالبانو ته نه ورکوي.