سویلي آسیا

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ په کوېټه کې ونیول شو او بېرته اسلام اباد ته وګرځول شو

د پاکستان د ولسي جرګې پخوانی غړی او د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د پنجشنبې په ورځ په کوېټه کې د قانون پلي کوونکي اداري له خوا ونیول شو او بیا اسلام اباد ته ستون کړل شو.

د پوليسو چارواکو په وينا داوړ چې د چمن احتجاجي ناسته کې د ګډون لپاره راغلی و، د کوېټې په هوايي ډګر ونيول شو. له نیول کیدو وروسته داوړ په یوه شخصي الوتکه کې بیرته اسلام اباد ته یووړل شو.

په هغه لیک کې چې د کوئټې د کمېشنر د مرستیال لخوا داوړ ته ليږل شوی، ویل شوي چې د پاکستان د امنيتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ کوئټې ته د داوړ له داخلېدو سره یو امنيتي ګواښ پيژندل شوی وو. په پایله کې، هغه ته توصیه وشوه چې په ښار کې له هر ډول سیاسي ناستې ډډه وکړي او وذته امر وشو چې سمدستي له کویټې ووځي.

محسن داوړ دغه پېښه په خواله رسنیو کې په خپلو اکونټونو شريکه کړې او ويلي يې دي چې څو اونۍ وړاندې په باجوړ کې د خپل ګوند په غونډه کې د ګډون له امله له بنديز سره مخ شو. هغه په غیر مساويانه چلند ټینګار وکړ او د چمن له ناستې سره یې خپل پیوستون څرګند کړ.

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ ایالتي ویاند ایمل خان نصار په ټولنیزو شبکو داسې انځورونه خپاره کړي چې داسې شیبې انځوروي؛ داوړ له لنډ بند وروسته د کویټې پریښودو ته اړ شو. نصار ادعا وکړه چې د د چمن په احتجاج کې د دوی د ګوند د ګډون د مخنیوي لپاره له مختلفو لارو کار اخیستل شوی.

د چمن – سپین بولدک پر لار روان لاریون چې شاوخوا شل ورځې یې دوام وکړ، د پاسپورت د نوي شرط پر ضد روان دی.