اسرائیلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په جنین ښار برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۴ فلسطینیان ووژل شول.
د راپورونو له مخې اسرائیلي پوځیانو څو ساعته له وسله والو سره نښته وکړه.
دا په لویدیځه غاړه کې په وروستیو میاشتو کې تر ټولو سخته جګړه وه.
له برید وروسته خپاره شوي عکسونه ښيي چې د جینین کوڅې د ودانیو له ویجاړیو ډکې دي او پر سړکونو د وینو داغونه هم لیدل کېدل.
عیني شاهدان وايي، اسرائیلي پوځیانو د دغه ښار پر سړکونو او د فلسطیني بې ځایه شویو په کمپ کې د څو ساعتونو لپاره له وسله والو سره نښتې وکړې او تر څو ساعتونو پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
اسرائیلي پوځ دغه برید د ترهګرۍ ضد عملیاتو په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یې له بې پېلوټه الوتکې هم کار اخیستی دی.
د دغه هېواد په وينا، د بريد په ترڅ کې شل تنه شکمن کسان نيول شوي او وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په وژل شویو کې یو ۱۵ کلن هلک هم شامل دی. دغه وزارت ویلي، چې په لویدیځه غاړه کې څلور نور فلسطینیان هم په یوه جلا پېښه کې د اسرائیلي پوځیانو له خوا وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه لا هم دوام لري. د دواړو لورو تر منځ د جګړې له پیل سره په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دی.
د بیت المقدس، نابلس او الخلیل سره نږدې او همدارنګه د لویدیځې غاړې د مرکز رام الله په څنډو کې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي. د اکټوبر په اوومه د حماس او اسرایلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په لویدیځه غاړه کې لږ تر لږه ۱۷۸ فلسطینیان وژل شوي دي.
اسرائیلو د حماس د جنګیالیو لخوا د برید په ځواب کې چې ۱۴۰۰ اسراییلیان په کې ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ یرغمل شول. د غزې په لور بریدونه پیل کړي.
د راپورونو له مخې په غزې تړانګه کې څه باندې ۱۰ زره ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.