نړۍ

په غزه کې د اوربند لپاره د ملګروملتونو او یو شمېر هېوادونو غوښتنه

پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له دوام سره هم مهاله، ملګرو ملتونو او د نړۍ یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې د غزې له اوسېدونکو سره د بشر دوستانه مرستو د برابرولو لپاره په سیمه کې د بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی دی، چې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې تر اوسه له لسو زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیله دېرش ورځې تېرېږي او تر اوسه د ملګرو ملتونو، روسیې، جاپان، بریتانیا او یو شمېر عربو هېوادونو د بشردوستانه اوربند غوښتنې بې پایلې شوې دي.

اسرائيل هم عمومي اوربند نه غواړي او د حماس پر وړاندې د پوځي بريد پر دوام ټينګار کوي.

جاپان او بریتانیا هم موافقه کړې چې د بشردوستانه اوربند د رامنځته کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیره یوکو کامیکاوا وايي: «په اسرائیلو او فلسطین کې د بیړني حالت په پام کې نیولو سره، موږ موافقه کړې چې د بشردوستانه اوربند لپاره چې د یرغمل شویو سمدستي خوشې کول، د ملکي خلکو خوندیتوب، د نړیوالو قوانینو سره سم د ټولو اړخونو د ژمنو تضمین، د اوسني وضعیت ارامول او د انساني شرایطو ښه کول دي، همکاري کوو.»

د بشردوستانه اوربند د رامنځته کولو لپاره د نړیوالو هڅو موخه د غزې خلکو ته د لا زیاتو بشري مرستو رسول دي.

خلک دا مهال د خوراکي توکو، اوبو او سون توکو له کمښت سره مخ دي.

د غزې اوسېدونکی: محمد رقیبه وايي: موږ اوبه نشو موندلی، لکه څنګه چې تاسو وینئ، خلک د اوږدې مودې لپاره انتظار کوي. ځینې ​​​​وختونه اوبه ورکول کېږي او ځینې وختونه موږ نه شو کولای اوبه برابرې کړو.»

اخوا، پر غزې ښار د اسرائیلو سخت بریدونه دوام لري.

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په دغه ښار کې د مړو شمېر له لسو زرو زیات شوی دی.

له بله پلوه، ټاکل شوې چې د اوه ډلې د بهرنیو چارو وزیران نن او سبا په جاپان کې د اوکراین او د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې په اړه غونډه ترسره کړي.

له بلې خوا د بایډن ادارې د دغه هېواد کانګرس ته اعلان کړی چې غواړي اسراییلو ته د ۳۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د کره واټن ویشتونکي بمونه ورکړي.