نړۍ

په غزه کې د نښتو دوام؛ د اسراییلو پوځ د حماس ۴۵۰ مرکزونه په نښه کړل

د غزې په تړانګه کې د سختو بریدونو په دوام کې اسراییلي پوځ د فلسطیني ډلې حماس ۴۵۰ پوستې په نښه کړي دي.

په دغو بریدونو کې د ډاکټرانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول. اسراییلو په غزې کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د دغه هېواد پوځ اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د حماس ډلې ۴۵۰ پوستې په نښه کړی دی.

اسرائیلي پوځ هغه امبولانسونه هم چې ټپیان یې روغتون ته لېږدول، په نښه کړي.

یو نرس عبدالسلام برکات وايي: «موږ د دویم برید له امله چې په الشفا روغتون کې یې کاروان په نښه کړ، ټکان وخوړ. په دې برید کې په خواشینۍ سره وایم، چې زما یو همکار ډاکټر شهید شو. نوموړی په برید کې ووژل شو او د امبولانس دننه ناروغ ټپي شوی او امبولانس ویجاړ شوی دی.»

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزې کې د تلفاتو شمېر ۹۷۷۰ ته لوړ شوی. دلته په لویدیځه غاړه کې د فلسطین د کابینې غونډې ته د وینا پر مهال د دغه هیواد د لومړي وزیر غوسه راوپاریده او په غزه کې یې پر روان وضعیت اوښکې تویې کړې.

د فلسطین لومړی وزیر محمد اشتیه وايي: «د ماشومانو نومونه یې په بدنونو لیکي چې جسدونه وپیژندل شي، په خاورو کې د ښخو شویو درېیو ماشومانو مور خپلو ماشومانو ته وايي چې اجازه راکړئ تاسو ووینم، رحمت دې وي د شهیدانو پر ارواحو او شرم پر جنایتکارانو.»

منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن سفر هم ظاهراً بې پایلې پای ته رسېدلی. ښاغلي بلینکن پرون په بغداد کې د عراق له لومړي وزیر او په انقره کې له ترکیې سیال سره ولیدل.

بلنیکن په دغو لیدنو کې ویلي چې په غزه کې اوربند کولی شي د حماس ډلې ځواکونو له نوي کولو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له خپل بلغاریایي سیال سره په لیدنه کې حماس په تېره نیمه پېړۍ کې تر ټولو وحشي دښمن وباله او د دغه هېواد له تمدن په دفاع یې ټینګار وکړ.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وايي: «موږ له یو داسې دښمن سره جنګیږو چې تر ټولو وحشي دی. موږ د هولوکاسټ راهیسې لیدلی، چې پرلپسې په جنګي جنایت مرتکب کیږي، نه یوازې دا چې په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي، بلکې په قصدي توګه ملکي وګړي د انساني سپر په توګه کاروي.»

په همدې حال کې د فلسطیني ډلې حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل یوه میاشت تیریږي. حماس د اکتوبر په اوومه په اسراييلي مېشت ځايونو بريد وکړ او ١٤٠٠ کسان يې ووژل او څه باندې ٢٤٠ یې يرغمل کړل.

اسرائیلو د دغه برید په ځواب کې عزه په بشپړه توګه کلابنده کړې او دغه ښار یې په سختو هوایی، ځمکنیو او سمندري بریدونو په نښه کړ چې د غزې ښار په شمال کې یې خلکو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو سره سره دغه ښار هم په کنډواله بدل کړ.