افغانستان

د جبري ایستلو پنځمه ورځ؛ زرګونه افغان کډوال ایستل شوي دي

د پنځمې ورځې لپاره هم زرګونه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ایستل شوي دي. د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د ایستل شویو کډوالو شمېر ۱۶۷ زرو ته رسېدلی دی.

پاکستاني پولیسو د کډوالو د ایستلو لپاره د کورونو د پلټنې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت، پر هغه څه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې په کار کې سستي یې بولي سختې نیوکې کوي او وايي، له همدې امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله زرګونه کسان انتظار باسي.

په همدې حال کې، اسلام‌اباد اعلان کړی هغه افغانان چې امریکا ته د لېږدولو په تمه دي نه ایستل کېږي.

اخوا کراچۍ ښار کې د پولیسو په مرکز کې سلګونه افغان کډوال ساتل کېږي، چې د پاکستاني پولیسو له خوا د کور په کور تلاشۍ په پایله کې نیول شوي دي.

پولیس د لږترلږه ۹۰۰ کورونو له تلاشۍ وروسته وايي، نیول شوي هغه کسان دي چې اسناد نه لري.

د پاکستاني پولیسو لوړپوړی افسر عرفان بهادر وايي: «له څارنخونو هغه کډوال چې د اوسېدو اسناد او د افغاني تابعیت کارتونه یې درلودل خوشې شول، خو هغه کسان چې اعتباري کارتونه یې نه لرل او دلته یې د اوسېدو قانوني دلیل نه شوای وړاندې کولای، نیول شوي او د ساتنې مرکزونو ته به ولېږدول کېږي.»

د نیول شویو ترمنځ ښځې او ماشومان هم تر سترګو کېږي، چې دوی هم له نیول کېدو وروسته له جبري ایستلو سره مخ دي.

د دې ترڅنګ ګڼو نورو کډوالو مخکې له دې چې پولیس د دوی دروازې ته راشي خپل بکسونه یې افغانستان ته د تګ لپاره ټړلي دي.

پاکستان کې یو افغان کډوال وايي: «موږ بې وسه يو. په خپل وطن کې هېڅ نه لرو. نه کور، نه د تګ ځای. له تېرو دوو ورځو راهیسې دلته په تمه یو، خو څوک خپل هېواد زموږ د لېږدولو لپاره کوم کار نه کوي. نه پوهېږو څه وکړو؟»

په همدې حال کې، د پاکستان په لنډي کوتل سیمه کې یوه پاکستانۍ موسسه د افغان کډوالو لپاره روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي؛ په تېره بیا د میندو او ماشومانو لپاره چې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري.

لنډي کوتل کې د الخدمت بنسټ مشر مقتدر شاه څرګندوي: «دلته ډېر ناروغان شته چې زکام، تبه او نورې ناروغۍ لري. ډېری يې له خفګان سره مخ دي او پوښتنه کوي چې که هلته [افغانستان] ته لاړ شي، نو څه به وکړي؟ په داسې حال کې چې هلته هيڅ شی نه لري.»

پاکستان له پنځمې ورځې راهیسې د زرګونو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

د وروستیو شمېرو پر بنسټ، په تېرو پنځو ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۶۷ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

اسلام‌اباد ویلي چې د شاوخوا دوه میلیونه کډوالو ایستل په اجنډا کې دي. په ورته وخت کې، یوازې هغه کسان چې په پاکستان کې امریکا ته د تلو په تمه دي د جبري ایستلو له بهیر څخه مستثنی دي.